د خيبر پښتونخوا له یوشمېر ګوندونو او ډلو جوړ "پښتون قامي اتحاد" اعلان کړی چې د نومبر پر څلورمه به د امن لپاره احتجاج کوي. په پښتون قامي اتحاد کې د ملت پاله ګوندونو تر څنګ مذهبي سیاسي ګوندونه هم شامل دي، چې د بیلا بیلو سیاسي نظریو لرلو باوجود په پښتونخوا کې د امن لپاره په یو پلیټ فارم راټول شوي دي. آیا دا سیاسي اتحاد به په راتلونکي وختونو کې پخپل ځای پاتې شي او که نه د تیرو وختونو په رنګ به په اتحاد کې شامل سیاسي ګوندونه بیا له یو بله لاره جلا کړي؟ نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث کو. د خپرونې کوربه شاهين بونیری دی..
پښتون قامي اتحاد ــ غوښتنې او ننګونې
برخې
-
دسمبر ۱۷, ۲۰۲۴
پر ارمي پبلک سکول د برید عدالتي راپور ولې نه په ډاګه کېږي؟
-
نومبر ۰۵, ۲۰۲۴
کورمه ولې له ناامنیو سره مخامخ ده؟
-
اکتوبر ۰۸, ۲۰۲۴
پي ټي اېم وايي پر بنديزونو سربېره به "د پښتنو قامي عدالت" جوړوي
-
سپټمبر ۱۰, ۲۰۲۴
د لکي مروت پولیس ولې په احتجاج دي؟