د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم کې ټرافیکي پېښه کې ۲ کسان وژل شوي او یوشمېر ژوبل دي


تورخم په خیبر قبایلي ضلع کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تجارت او د خلکو د تګ راتګ تر ټولو لویه دروازه ده - انځور: ارشیف
تورخم په خیبر قبایلي ضلع کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تجارت او د خلکو د تګ راتګ تر ټولو لویه دروازه ده - انځور: ارشیف

د خیبر قبایلي ضلعې په تورخم کې په ټرافیکي پېښه کې دوه تنه وژل شوي او اووه ژوبل دي.

د لواړګي (لنډيکوتل) د تاڼې افسر فضل رحمان مشال راډیو ته وویل چې د ډېسېمبر پر څلورمه ماسپښین مهال د یو ټرالر برېکونو کار پرېښود او ولاړو موټرو سره وجنګېد.

فضل رحمان وویل، په پېښه کې دوه تنه وژل شوي‌ او اووه نور ژوبل دي. د ده په وینا، دوه وژل شوي او شپږ ټپیان د افغانستان دي او یو ټپي د خیبر د زخه خېلو دی.

پولیس وایي، افغان وګړي له افغانستانه د تورخم پر دروازه پاکستان ته ننوتل چې د پېښې ښکار شول.

د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې په سامان بار ټرالر د افغانستان پر لوري روان وو.

XS
SM
MD
LG