د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګلينډ په دویمه ټېسټ کرکټ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه


زاهد محمود د اوټ کېدو په حال کې
زاهد محمود د اوټ کېدو په حال کې

انګلينډ د دیسمبر پر دولسمه پاکستان ته په دویمه ټېسټ کرکټ لوبه کې په ۲۷ رنز ماتې ورکړه او د درو سیاليو دا لړۍ یې وګټله.

د دیسمبر پر نهمه په ملتان کې په پيل شوې هغه پينځه ورځنۍ سیالۍ کې لومړی بیټېنګ انګلينډ وکړ. دوی په لومړۍ پاڼۍ يا اننګز کې ۲۸۱ او په دویمه پاڼۍ کې ۲۷۵ منډې جوړې کړي.

پاکستان یې په ځواب کې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰۲ او په دویمه کې ۳۲۸ رنز وکړل.

د پاکستان له خوا ابرار احمد په دواړه پاڼيو کې د انګليند ۱۱ لوبغاړي اوټ کړل. د انګلينډ اولې پوپ په دویم اننګز کې سليزه ووهله.

د انګلينډ ټېسټ کرکټ لوبډله ۱۷ کاله وروسته پاکستان ته د درو سیاليو لپاره ورغلې ده. د دې لړۍ لومړۍ لوبه هم انګلينډ ګټلې وه. درېيمه او اخري سیالي به د دیسمبر پر ۱۷مه په کراچۍ کې کېږي.

XS
SM
MD
LG