د لاسرسي ځای

تازه خبر

راشد خان د محمد نبي پر ځای د افغانستان ۲۰ اووریزه کرکټ لوبډلې مشر وټاکل شو


راشد خان او محمد نبي - انځور له ارشيفه
راشد خان او محمد نبي - انځور له ارشيفه

د افغانستان کرکټ بوډ وايي نوموتی لوبغاړی، راشد خان یې د ملي لوبډلې شل اووریزو کرکټ سیاليوو نوی مشر ټاکلی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د دیسمبر پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې راشد خان د محمد نبي پر ځای لوبډلمشر مقرر شوی دی. نبي د سیپتمبر په میاشت کې شوي شل اووریز نړيوال کرکټ جام کې د افغان لوبډلې د ښې لوبې نه ترسره کولو وروسته، استعفا ورکړې وه.

افغان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې د راشد خان له خولې ويلي چې د لوبډلې مشري د وياړ خبره ده او هيله لري چې دا ذمه واري په سمه توګه ترسره کړي. "له شک پرته دا زما لپاره يو لوی وياړ دی چې د خپلې ملي لوبډلې د شل اوريزو سياليو د لوبډلمشرۍ ستر مسووليت راسپارل کېږي. که څه هم دا يو سخت کار دی خو د خپل هېواد لپاره خولې تويول او سختۍ ګالل بايد لومړيتوب واوسي."

راشدخان تر دې پخوا هم يو ځل د شل اووریزې کرکټ لوبډلې مشر ټاکل شوی وو خو هغه له لږې مودې وروسته، له دې دندې استعفا ورکړه.

د کرکټ بورډ د ورکړيو معلوماتو ترمخه، "راشدخان تر اوسه پورې ۷۴ شل اوریزې نړیوالې، ۸۶ یو ورځنۍ نړیوالې او پنځه ټېسټ لوبې کړې چې په ترتیب سره یې ۱۲۲، ۱۶۳ او ۳۴ ویکټې ترلاسه کړې دي". راشد خان د نړۍ په کچه شهرت لري او ځيني ايوارډونه یې هم اخیستي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف د شل اوریزو سیالیو د لوبډلمشر په توګه د راشدخان د ټاکل کېدو په اړه ويلي چې هغه د دې دندې لپاره ډير وړ لوبغاړی دی. "راشدخان د ملي لوبډلې حتی د کرکټ د نړۍ یو ځلانده او ستر اتل دی. زه باوري یم چې نوموړی به ورسپارل شوی مسوولیت په ښه او مسوولانه ډول ترسره کړي."

راشد خان د یو ورځني کرکټ لوړ مقام تر لاسه کړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:04 0:00
XS
SM
MD
LG