د افغانستان کرکټ بورډ د درېو شل اووریزه سیالیو لپاره د متحده عرب اماراتو پر وړاندې لوبډله اعلان کړه.
کرېکټ بورډ د جنورۍ پر ۲۸ مه په یوې خبر پاڼه کې لیکلي چې دا سیالۍ به د فرورۍ په ۱۶مه، ۱۸مه او ۱۹مه په ابوظبۍ لوبغالي کې کېږي.
کرکټ بورډ زیاتوي چې اعلان شوې ۲۲ کسیزه لوبډله به لومړی په متحده عربي اماراتو کې د سیالیو لپاره تیاري کوي او له هغې وروسته به له ۱۵ تر ۱۷ پورې لوبغاړي سیالیو ته غوره شي.
د یادونې وړ ده چې دا په ۲۰۲۳ کال کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لومړنی بهرنی سفر دی.