د لاسرسي ځای

تازه خبر

شنونکي: سیاسي ګوندونه او امنیتي ادارې باید د ناامنۍ ضد کړنلاره په ګډه جوړه او عملي کړي


د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور د پولیس لاینز پر جومات په برید کې ۱۰۱ کسان ووژل شول.
د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور د پولیس لاینز پر جومات په برید کې ۱۰۱ کسان ووژل شول.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې ویلي دي چې د پېښور د پولیس لاینز پر جومات د جنورۍ ۳۰مې په برید کې د وژل شویو شمېر ۱۰۱ ته لوړ شوی دی.

هغې ادارې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه وویل چې د ۵۹ ټپیانو درملنه د صوبې په بېلابېلو روغتونونو کې روانه ده چې پکې د اتو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

له دې پرته لسګونه ژوبل کسان تر درملنې وروسته کورونو ته ستانه شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د کابینې په غونډه کې وویل چې له "پېښوره تر کراچۍ پورې خلک پوښتنه کوي" چې هېواد ته "وسلوال بیا چا وروستل؟"

وزیراعظم وړاندې وویل چې "ترهګري له هېواده ختمه شوې وه" خو اوس ټول خلک "پر دې سخت خپه دي چې تر دومره قربانیو وروسته ترلاسه شوی امنیت بیا ولې خراب شو؟"

شریف په خپلو خبرو کې د چا نوم وا نه خیست خو د عمران خان په مشرۍ تېر وفاقي حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې کړې وې چې په نتیجه کې یې د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې اوربند هم شوی وو خو پر هغې سربېره حملې روانې وې.

په خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د بریدونو د زیاتېدو په غبرګون د قبایلي سیمو په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې پراخې مظاهرې، لاریونونه او جلسې شوې دي.

ژوبل پولیس سرتېری د پېښور برید د سترګو لیدلی حال بیانوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:22 0:00

هلته د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې دی په هېواد کې د "ترهګرۍ ذمه وار" نه دی.

نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په لاهور کې د خپل ګوند تحریک انصاف غړو او پلویانو ته په ویډیويي وینا کې وویل چې حکومت یې قبایلي سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان د وسلوالو د ستنېدو په اړه د پرېکړې واک د پاکستان قامي اسمبلۍ او امنیتي ځواکونو ته ورکړی وو.

خان زیاته کړه چې په پاکستان کې حملې، امنیت ته د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ د وفاقي اېتلافي حکومت د توجه نه ورکولو له وجې زیاتې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا خبریالان او شنونکي وايي، حکومت او مخالفه ګوندونه دې د بیانونو او یو بل ته د پېغورونو ورکولو پر ځای د ناامنۍ پرضد ګډه تګلاره جوړه او عملي کړي.

په پېښور کې خبریال او شنونکی محمود جان بابر وايي، پر ځای د دې چې د پاکستان سیاستوالان د ترهګرۍ مخنیوي لپاره یوه متفقه پالیسي یا تګلاره عملي کړي، دوی پر یو بل د تورونو لګولو سلسله پیل کړې ده.

بابر د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، دا کار په بریدونو کې د اغېزمنو کورنیو پر زخمونو د مالګو دوړولو معنا لري. "پر پولیس لاینز باندې چې دا کوم برید شوی دی او تر هغې وروسته پولیس هم راوتلي دي. نو دا خو ښکاره ده چې دا مهال پولیس هم له ریاستي پالیسۍ مطمین نه دي. نو په داسې حالاتو کې به هغه له تا سره کار څنګه کوي؟ یو سړی تا جنګ ته روان کړی دی. هغه وايي زه ستا لپاره جنګ کوم په دا مخامخ سړي هم ډز کوم خو هسې نه چې ته راباندې ګوزار وکړې."

بابر زیاتوي چې د پاکستان سیاسي مشران باید نړۍ ته داسې یو پیغام ورکړي چې د ناامنۍ پر ستونزه پوه دي او هواروي یې خو د دې کار لپاره باید "ټول قام یوځای" شي.

د وزیراعظم شهباز شریف او عمران خان تر څرګندونو وروسته د تحریک انصاف یو سیاستوال او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخواني غړي پښتونیار خان ټینګار وکړ چې شاوخوا ټولو پخوانیو حکومتونو له وسلوالو ډلو سره مذاکرات کړي ول او د امنیت د خرابۍ ذمه واري باید ټول ومني.

دی هم ګڼي چې د ناامنۍ په اړه باید ټول ګوندونه یوځای شي او یوه کړنلاره جوړه کړي. "چې دا مذاکرات چا کړي دي، هغه ټول د قام ګناهګار دي. مذاکرات که تحریک انصاف کړي دي، که عوامي نیشنل ګوند او که بیا مسلم لیګ (ن) یا پیپلز ګوند [کړي دي] ټول ذمه وار دي. یوازې تحریک انصاف نه دی ذمه وار. تحریک انصاف په ښه نیت له تحریک طالبان سره مذاکرات کړي ول. تحریک انصاف خپل ولس ته کتلي دي. ټول ګوندونه دې پر دې اجنډا راټول شي چې موږ خپلو خلکو ته امن څنګه ورکولای شو؟"

د تحریک انصاف په مشرۍ پخواني وفاقي اېتلافي حکومت د جرګو او د ځینو چارواکو او پارلېماني استازو له لارې له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د مذاکراتو لړۍ پیل کړې وه. د خبرو اترو په نتیجه کې د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې اوربند هم شوی وو، خو پر دې سربېره بریدونه زیات شول او هغې ناقانونه وسلوالې ډلې د نومبر په پای کې اوربند ختم کړ.

د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونو هم وویل چې د ټي ټي پي په ګډون د نورو وسلوالو ډلو پرضد عملیاتو ته دوام ورکوي.

د ترهګرۍ ضد قامي تګلاره

خبریال شایق حسین د ترهګرۍ پر وړاندې د حکومتي تګلارې په اړه وايي، چې ملکي حکومتونه د امنیتي ادارو له اجازې پرته اقدامات نه شي کولای.

دی وايي، په دې لړ کې باید ټول ملکي او امنیتي چارواکي، ادارې او ګوندونه د ترهګرۍ پرضد متفقه ملي پالیسي عملي کړي. "تاسې ته هم معلومه ده چې که وزیراعظم هر څوک وي، هغه څومره واک لري؟ او داسې پالیسي د یو تن په کار هم نه ده. په کار ده چې داسې فیصلې په شریکه وشي او اپوزیشن ګوندونه هم پکې شامل وي. که د موجوده حالت خبره وکړو نو ډېر خطرناک صورتحال دی. دا خطرناک لفظ هم کم دی، ځکه چې ترهګري ده، معیشت دی او سیاست دی – درېواړه معاملې ډېرې خرابې دي."

په همدې حال کې د پاکستان قامي اسمبلۍ او سېنېټ د جنورۍ پر ۳۱مه په جلا جلا غونډو کې د پېښور په پولیس لاینز کې پر جومات د ځانمرګي برید غندنه او په سم ډول د ترهګرۍ پرضد د قامي تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر په نیمايي کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر وسلوال برید وروسته د ۲۰۱۵ز په پیل کې د ترهګرۍ پرضد قامي تګلاره اعلان کړې وه چې پکې د وسلوالو ډلو پرضد د پراخو عملیاتو، د سختدریځه افکارو د خپرېدو پرضد د اقداماتو او د پوځي عدالتونو جوړولو په څېر نکتې شاملې وې.

اخوا د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جنورۍ پر ۳۱مه په بیان کې وویل چې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د کورکمانډرانو په غونډه کې د پېښور پر ځانمرګي برید خبرې وشوې او پوځ ژمنه وکړه چې پکې به "ککړو کسانو ته عبرتناکه سزا" ورکوي.

اخوا د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري ویلي دي چې د پېښور پولیس لاینز پر جومات په برید کې د "ککړې ترهګرې شبکې" د وسلوالو نیولو ته نېږدی شوی دی. نوموړي د فبرورۍ پر دویمه په پېښور کې خبري غونډې ته تایید کړه چې هغه یوه "ځانمرګې حمله" وه او بریدګر د "پولیسو په جامه" کې ودانۍ ته ننوتی وو چې دوی یې "پېژندګلوي" کړې ده.

XS
SM
MD
LG