د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمان لوڼي څلورم تلین په بېلا بېلو سیمو کې ولمانځل شو


په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي‌ګوند په مرکزي دفتر کې د ارمان لوڼي د څلورم تلین غونډې برخه وال.
په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي‌ګوند په مرکزي دفتر کې د ارمان لوڼي د څلورم تلین غونډې برخه وال.

د بلوچستان په بېلا بېلو پښتون مېشتو سیمو کې د پروفېسر محمد ابراهیم ارمان لوڼي څلورم تلین ولمانځل شو.

پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند د خپل وژل شوي غړي پروفېسر محمد ابراهیم ارمان لوڼي د څلورم تلین لمانځلو لپاره په کوټه کې غونډه جوړه کړې وه.

د فرورۍ پر دویمه شوې دې غونډې ته د ګوند ځايي مشرانو د پروفېسر محمد ابراهیم ارمان لوڼي پر سیاسي مبارزه او ژوند ویناوې وکړې.

دوی د ارمان لوڼي مبارزه وستایله او هغه یې د پښتون قام یو نه هېرېدونکی سیاسي مبارز یاد کړ او هغه ته یې عقیدت وړاندې کړ.

وینا والو د ګوند پر ځوانانو غږ وکړ چې د دوی په وینا، د پښتانه قام د سیالۍ لپاره به هر کس له ځانه ارمان لوڼی جوړوي.

د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن مخکښ سېف الله خان وویل چې ارمان لوڼي په ډېر غربت کې د زده کړې کړې وې او له خپلې مورنۍ ژبې سره یې ډېره مینه درلوده.

د ارمان لوڼي یو ملګري، شاعر او لیکوال فضل اشنا د دې غونډې ته وویل، " ارمان لوڼی جنوبي پښتونخوا د ځوان نسل یو ځیرک لیکوال ، څېړونکی او سیاسي مبارز و."

بل پلو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه کې د پښتانه مترقي لیکوال له خوا هم د ارمان لوڼي د څلورم تلین لمانځلو لپاره غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې شریکو لیکوالو او شاعرانو د ارمان لوڼي پر ژوند، سیاست او له پښتو ادب سره پر مینه ویناوې وکړې او هغه یې وستایی.

ارمان لوڼی که څه هم په پښتونخوا ملي عوامي ګوند او ادبي ډګر کې فعال وو خو نومړي له هغه وروسته زیات شهرت وموندی چې کله پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ شو.

ارمان لوڼی به د یاد غورځنګ په هره لویه غونډه کې نه یوازې شریک وو بلکې تر غونډه به‌ څور ورځې وړاندې لا په هغه سیمه کې د خلکو د هڅولو لپاره ګرځېدی.

پښتون ژغورنې غورځنګ ارمان لوڼی "ملي شهید" بولي او د هغه مبارزه "د پښتنو ځوانانو لپاره د لارې مشال بولي."

د غورځنګ مشر منظور پښتین د فرورۍ پر دویمه پر ټویټر لیکلي چې پښتون ژغورنې غورځنګ به د ارمان لوڼي د څلورم تلین لمانځلو لپاره بېلا بېلې غونډې کوي.

ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ پر دویمه په بوري (لورالایي) کې تر يوې مظاهرې لږ ساعت وروسته په مبينه ډول د پوليسو په تشدد کې وژل شوی وو. پښتون ژغورني غورځنګ تور پورې کوي چې هغه د پولیسو یو ځايي مشر عطاالرحمان ترین په وهلو وژلی وو خو پولیس دا تور ردوي.

عدالت اوس عطاوالرحمن او نور ټول کسان خوشي کړي دي. خو پښتون ژغورنې غورځنګ او د ارمان لوڼي کورنۍ د عدالت دا پرېکړه رد کړې وه.

د بلوچستان صوبايي حکومت هغه مهال د لوڼي تر مړینې وروسته د طبي معاینو د رپورټ پر اساس ویلي ول چې نوموړی د زړه د حملې له وجې مړ شوی وو.

د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ د هغه د څلورم تلین په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د دې ورور د یوه پلان له مخې وژل شوی دی.

نوموړې وویل چې دوی به ارمان لوڼی د خپل قام مبارز بولي او د قام لپاره به د هغه مبارزه او افکار ژوندي ساتي.

XS
SM
MD
LG