د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې تمرينونه پيل کړي


په پام کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په فبرورۍ او مارچ کې له متحده عربي اماراتو او پاکستان سره لوبې وکړي ــ پخوانی انځور
په پام کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په فبرورۍ او مارچ کې له متحده عربي اماراتو او پاکستان سره لوبې وکړي ــ پخوانی انځور

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د فبرورۍ له اتمې په متحده عربي اماراتو کې تمرينونه پيل کړل.

هغه تمرینونه، چې د ابوظبي په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره کېږي، هدف یې راتلونکې اوونۍ له متحده عربي اماراتو سره ۲۰ اووريزو لوبو ته چمتووالی نيول دي.

د دواړو لوبډلو ترمينځ به دا ۲۰ اووريزې لوبې د روانې فبرورۍ مياشتې پر۱۶مه، ۱۸مه او ۱۹مه کېږي.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ لوبډلو ترمينځ د لوبلړۍ تر هغه وروسته تنظیم شوې چې د اسټرالیا کرکټ بورډ له افغانستان سره د درو یو ورځنيو لوبو لړۍ، چې ټاکل شوې وه، په مارچ میاشت کې ترسره شي، لغوه کړه.

اسټرالیا دغه اقدام د طالبانو له ‌خوا د ښځو او نجونو پرحقونو د تېري په غبرګون کې کړی وو.

پر دې برسېره، په پام کې ده چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مارچ میاشتې په وروستیو کې د درو ۲۰ اووریزو لوبو په لړۍ کې يو بل ته مخامخې شي.

د هغو سياليو کره نېټه تر اوسه نه ده معلومه خو دواړو خواوو تایید کړې چې د افغانستان په کوربه توب به په متحده عربي اماراتو کې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG