په ترکيې او شام (سوریه) کې د فبرورۍ پر شپږمې په دوو زلزلو کې د وژل شويو کسانو شمېر تر ۲۱،۰۰۰ واوښت.
په ترکیه کې له پېښو او بېړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې د فبرورۍ پر ۱۰مه اعلان وکړ چې د هغو مرګونو زلزلو له امله په هغه هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸،۳۴۲ ته پورته شوی دی.
ياده اداره زياتوي چې د زلزلې په نتيجه کې په هغه هېواد کې ۷۴،۲۴۲ کسان ژوبل شوي هم دي.
بل خوا د ترکيې په جنوب کې له زلزله ځپلو سيمو څخه څه باندې ۷۵،۰۰۰ کسان ايستل شوي دي.
هلته د خلکو ژغورنې او مرستو رسولو په عملياتو کې څه باندې ۱۲۰،۰۰۰ کسان برخه اخلي.
په همدې حال کې د شام د حکومت او حکومت مخالفه یاغیانو تر کنټرول لاندې د شمال لوېديزې سیمې ژغورونکي وايي چې په هغه هېواد کې تر ۳،۳۰۰ زیات کسان وژل شوي او لسګونه زره نور ژوبل دي.
د شام زلزله ځپلې سیمې زياتره د ولسمشر بشارالاسد د حکومت د مخالفو ډلو تر کنټرول لاندې دي او هلته د فبرورۍ پر نهمه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لومړۍ جوپه ور ورسېده.
پر دې برسېره د امريکا په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ترکیې او شام ته د زلزله ځپلو لپاره بشري مرستې لېږدول پيل کړې دي.
په ترکیې او سوریې کې په زلزلو کې د ژوندي ګېرو کسانو د ژغورنې هیلې د فبرورۍ پر نهمه کمې شوې.
د یخنۍ له امله تر ملبې لاندې د ژوندي پاتې کسانو د ژغورنې عملیات اغېزمن شوي دي. په زرګونو پرېوتو ودانیو کې د ګېرو کسانو د ژغورلو هڅې پر څلورمه ورځ له خنډونو سره مخامخ وې.
کارپوهان وايي تر ۷۲ ساعته وروسته په زلزله کې تر نړېدلو ودانيو لاندې د ګېرو کسانو د ژوندي پاتې کېدو امکان ډېر کم پاتې کېږي.
دا په تېرو لسیزو کې تر ټولو خونړیو زلزلو یوه بلل کېږي.