د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ بورډ له متحده عربي اماراتو سره د سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه


افغان کرکټ ملي لوبډله به د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د فبرورۍ پر ۱۶مه، ۱۸مه او ۱۹مه لوبېږي ــ انځور له ارشيفه
افغان کرکټ ملي لوبډله به د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د فبرورۍ پر ۱۶مه، ۱۸مه او ۱۹مه لوبېږي ــ انځور له ارشيفه

د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرکټ لوبډلو ترمينځ د فبرورۍ پر ۱۶مه د درو ۲۰ اووریزو لوبو لړۍ پیلېږي. د افغانستان کرکټ بورډ د هغې لوبلړۍ لپاره ۲۰ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

د دې لړۍ لومړۍ سیالي به د فبرورۍ پر ۱۶مه د ابوظبۍ په شیخ زايد لوبغالي کې د کابل پر وخت د ماښام پر شپږ نیمو او د پېښور پر اووه بجو کېږي.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمينځ به دويمه لوبه د فبرورۍ پر ۱۸مه او درېیمه او وروستۍ لوبه به د فبرورۍ پر ۱۹مه نېټه کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د فبرورۍ پر ۱۵مه په یوه بیان کې د ۲۰ کسیزې لوبډلې اعلان کړی دی. بورډ لیکي چې د لوبډلې مشر به راشد خان وي.

له دې پرته، په لوبډله کې رحمان الله ګربز وېکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، کریم جنت، شرف الدین شرف، نوین الحق، مجیب الرحمان، نوین الحق، مجیب الرحمان، فضل الحق فاروقي، نجات مسعود، فرید احمد ملک، نور احمد او ظاهر خان شامل دي.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ لوبډلو ترمينځ دا لوبلړۍ تر هغه وروسته تنظیم شوې چې د اسټرالیا کرکټ بورډ له افغانستان سره د درو یو ورځنيو لوبو لړۍ، چې ټاکل شوې وه، په مارچ میاشت کې ترسره شي، لغوه کړه.

اسټرالیا هغه اقدام د طالبانو له ‌خوا د ښځو او نجونو پرحقونو د تېري په غبرګون کې کړی وو.

پر دې برسېره، په پام کې ده چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مارچ میاشتې په وروستیو کې د درو ۲۰ اووریزو لوبو په لړۍ کې يو بل ته مخامخې شي.

د هغو سياليو کره نېټه تر اوسه نه ده معلومه خو دواړو خواوو تایید کړې چې د افغانستان په کوربه توب به په متحده عربي اماراتو کې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG