د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: د نن سیالي د ملتان سلطانز او کراچۍ کېنګز ترمینځ ده


د لاهور قلندرز لوبغاړي د کوټې ګلیډیېټرز محمد افتخار تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د فبرورۍ ۲۱مې انځور.
د لاهور قلندرز لوبغاړي د کوټې ګلیډیېټرز محمد افتخار تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د فبرورۍ ۲۱مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ اتم پړاو سیاليو په لړ کې ملتان سلطانز او کراچۍ کېنګز یو بل ته مخامخېږي.

د فبرورۍ پر ۲۲مه د ملتان په لوبغالي کې کېدونکې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږو او د کابل پر پینځه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې، لاهور قلندرز د کوټې ګلیډیېټرز لوبډلې ته په ۶۳ منډو ماتې ورکړه.

د فبرورۍ پر ۲۱مه د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې لومړی بیټېنګ لاهور قلندرز وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۸ منډې جوړې کړې. د هغې لوبډلې شای هوپ ۴۷، سکندر رضا ۳۲ او مرزا طاهر بېګ ۳۱ منډې وکړې.

خو په ځواب کې د کوټه ګلیډیېټرز عبدل بنګلزی په لومړي اوور کې بې له منډو کولو وسوځېد. تر هغې وروسته مارټن ګپټل له جېسن رایې سره تر څه وخته ولاړ وو خو ګپټل په ۱۵ منډو وسوځېد البته جېسن رایې په ۳۰ توپونو ۴۸ منډې جوړې کړې او بیا وسوځېد.

تر دې وروسته د هغې لوبډلې بیټېنګ ورو شو. محمد حفیظ چې ۲۵ منډې جوړې کړې او سرفراز احمد ۱۶ رنز وکړای شول. له دې پرته د هغې لوبډلې هېڅ لوبغاړي ښه لوبه و نه کړای شوه او په ۲۰ اوورونو کې یې د اتو وېکټو په زیان ۱۳۵ منډې جوړې کړای شوې.

د پي اېس اېل روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د ۲۰ اووریزه کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.

د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG