د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن کوټه ګلیډیېټرز او اسلام اباد یونایټېډ یو بل ته مخامخېږي


د اسلام اباد یونایټېډ لوبغاړي د فبرورۍ پر ۲۳مه د پېښور زلمي د بیټسمین تر سوځولو وروسته خوشالي کوي.
د اسلام اباد یونایټېډ لوبغاړي د فبرورۍ پر ۲۳مه د پېښور زلمي د بیټسمین تر سوځولو وروسته خوشالي کوي.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ اتم پړاو سیاليو په لړ کې کوټه ګلیډیېټرز او اسلام اباد یونایټېډ له یو بل سره لوبه کوي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه د کراچۍ په لوبغالي کې کېدونکې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې، اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې پېښور زلمي ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

په کراچۍ لوبغالي کې د فبرورۍ پر ۲۳مه په سیالۍ کې پېښور زلمي لوبډلې لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې جوړې کړې.

د پېښور زلمي لوبډلمشر بابر اعظم په ۵۸ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړې او محمد حارث په ۲۱ بالونو ۴۰ رنز وکړل. له دوی پرته د پېښور زلمي لوبډلې د پام وړ منډې و نه کړای شوې. د اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې حسن علي د پېښور زلمي درې لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې اسلام اباد یونایټېډ ټاکلی هدف په ۱۵م اوور کې پوره کړ. د هغې لوبډلې افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز په ۳۱ بالونو ۶۱ منډې وکړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

د پي اېس اېل د روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د ۲۰ اووریزه کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.

د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG