د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې وسلوالو څلور کان کیندونکي وژلي دي


وسلوالو دوه کانکېدونکې تښتولي ول چې چارواکيو ژوندي موندلي دي. پخوانی انځور
وسلوالو دوه کانکېدونکې تښتولي ول چې چارواکيو ژوندي موندلي دي. پخوانی انځور

چارواکي وايي چې د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه هرنايي کې نامعلومو وسلوالو د سکرو کان څلور مزدوران وژلي او يو يې ټپي کړی دی.

د هرنايي ډپټي کمېشنر عبدالمجيد جوګیزي د فبرورۍ پر ۲۷مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې بېګا د هرنايي په خوست سيمه کې وسلوالو د کان کیندونکیو هستوګنځای ته ورغلي ول او هغوی يې له خوب څخه تر راويښلو وروسته په ډزو وژلي ول او يو يې ټپي کړی وو. البته د هرنايي هسپتال ډاکټران وايي چې دوی له درې زخميان وروړل شوي دي.

د ده په وینا، بریدګرو د کانکیندونکيو هستوګنځای ته اور هم ورته کړی دی او دوه کان کیندونکې کې تښتولي ول چې نن يې ژوندي موندلي دي. د ده په خبره، په وژل شويو کې نور خان او سيد عبدالحنان د مسلم باغ او عبدالرحمن او عبدالحنان د خيبر پښتونخوا د شانګلې اوسېدونکي دي.

تراوسه پورې هېچا د بريد ذمه واري نه ده منلې.

د پېښې پرضد د هرنايي او خوست کان کیندونکيو کاربندېز او مظاهره کړې ده او له حکومت څخه يې د بريدکوونکيو د نيولو غوښتنه کړې ده.

د کان کیندونکيو د اتحاديې مشر سلطان لالا د فبرورۍ پر ۲۷مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې که حکومت دوی ته امنیت ورنکړ نو دوی به د ويرې له لاسه کارونو پرېښدولو ته اړ شي.

د بلوچستان اعلاوزیر عبدالقدوس بزنجو او د کورونیو چارو وزیر میر ضیا لانګو په جلاجلا بیانونو کې د پېښې غندنه کړې او هوډ يې ښوولی چې تورن کسان به نيسي.

د بلوچستان په هرنايي او نورو سيمو کې دا لومړۍ ځل نه دی چې نامعلومه وسلوالو کان کیندونکي وژلي دي بلکې تر دې وړاندې هم دغسې پېښې شوې دي چې پکې د ځينو ذمه واري بلوڅ وسلوالو ډلې منلې دي.

کانکیندونکي نه يوازې د وسلوالو له خوا په نښه کېږي بلکې وخت نا وخته د کانونو نړېدو په پېښه کې هم په ګڼ شمېر کانکیندونکي وژل کېږي.

په کانونو کې زیاتره پېښې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کېږي چې پکې زیاتره وژل شوي او ژوبل د خیبر پښتونخوا د شانګلې سيمې وي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG