د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: اسلام اباد یونایټېډ او کوټه ګلیډیېټرز نن یو بل ته مخامخېږي


د لاهور قلندرز راشد خان د مارچ څلورمې سیالۍ غوره لوبغاړی شو.
د لاهور قلندرز راشد خان د مارچ څلورمې سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د اتم پړاو په سياليو کې اسلام اباد يونايټيډ او کوټه ګليډیېټرز له یو بل سره لوبه لري.

د مارچ پر پینځمه په راولپېنډۍ کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې مخکې، د مارچ پر څلورمه په یوه بله سیالۍ کې لاهور قلندرز، ملتان سلطانز ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه. د لاهور په قذافي لوبغالي کې لومړی بیټېنګ لاهور قلندرز وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د نهو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۸۰ رنز جوړ کړل.

ملتان سلطانز دا هدف پوره نه شو کړای او په ټولو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړای شوې.

د لاهور قلندرز راشد خان په څلورو اوورونو کې يوازې ۱۵ رنز ورکړل او د ملتان سلطانز درې لوبغاړي یې وسوځول نو ځکه د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

په هغو سیالیو کې لومړی مقام د لاهور قلندر لوبډلې دی چې ۱۲ شمېرې یا پواینټونه یې ترلاسه کړي دي. تر دې وروسته د ملتان سلطانز لوبډله او اسلام اباد یونایټېډ اته، اته پواینټه لري خو ملتان سلطانز د ټول رن رېټ یا د منډو کچ له پلوه پر دویم او د اسلام اباد لوبډله پر درېیم مقام ده.

پېښور زلمي په شپږو پواینټونو لرلو پر څلورم، کراچۍ کېنګز پر پینځم او کوټه ګلیډیېټرز پر شپږم مقام دي.

د پي اېس اېل د روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.

د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG