د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلخ ولايت والي ملا داود مزمل ووژل شو


د ملاد داود مزمل يو پخوانی انځور
د ملاد داود مزمل يو پخوانی انځور

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بلخ ولايت والي، ملا محمد داود مزمل په يوه چاودنه کې ووژل شو.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري د مارچ پر نهمه، مشال راډيو سره په خبرو کې د مزمل وژل کېدا تاييد کړه. هغه وويل نوموړی نن سهار نهه بجې په خپل دفتر کې شوې. هغه زیاته کړه: "په چاودنه کې دوه نور کسان هم وژل شوي او دوه ټپیان دي."

خو ځینو افغان رسنیو د خپلو سرچينو په حواله ویلي چې له دې چاودنې خوا او شا ۳۰ زخميان روغتونونو ته وړل شوي دي. ځينو رسنيوو ليکلي چې دا يو ځانمرګی برید وو چې د طالبانو نور لوړپوړي چارواکي هم پکې وژل شوي دي. خو تر اوسه د نورو کسانو د وژل کېدو په اړه کره معلومات نشته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنيوو ته ويلي چې په دې اړه پلټنې روانې دي چې دا پېښه څنګه رامخې ته شوې ده. هغه البته تاييد کړې چې د بلخ والي، محمد داود مزمل وژل شوی دی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید ذمه واري نه ده منلې.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل نيولی. تر هغه وروسته یې د حکومت چارې پيل کړي خو پر وړاندې یې بېلابېل وسله والې ډلې جګړه کوي. په دوی کې تر ټولو قوي‌ یې، داعش ګڼل کيږي چې پر طالبانو یې په تېر وخت کې هم د ځينو بریدونه ذمه واري منلې ده. خو د بلخ د دې حملې په اړه تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې څه نه دې ويلي.

ملا محمد داود مزمل د طالبانو له لوړپوړو جنګي قوماندانو څخه وو. د طالبانو حکومت، هغه د ۲۰۲۲ کال په مې مياشت کې د کورنيوو چارو مرستيال وزير ټاکلی وو. خو وروسته یې د بلخ والي‌کړ.

XS
SM
MD
LG