د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د پوليو نوې پېښې تر ثبتېدو وروسته د افغانستان ختيځ کې واکسیني کیمپېن کېږي


په ننګرهار کې يوه ماشومه د پوليو واکسين خوري - انځور له ارشيفه
په ننګرهار کې يوه ماشومه د پوليو واکسين خوري - انځور له ارشيفه

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مالي صندوق (يونېسېف) چارواکي وايي په پاکستان کې د ګوزڼ یوې پېښې تر ثبتېدو وروسته، د افغانستان په ختيځ کې پوليو ضد واکسينو کیمپېن کوي.

د یونېسېف د پولیو ختمولو پروګرام د عامه اړیکو مسوول کمال شاه د مارچ پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې دا کیمپېن به د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د اپرېل پر درېيمه پيليږي او د څلورو ورځو لپاره به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه چې دا واکسيني کیمپېن ځکه کوي چې له افغانستان سره نېږدې په خیبر پښتونخوا کې د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوې ده. دا په ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ لومړۍ پېښه وه.

د پاکستان صحت وزارت د مارچ پر ۱۸مه ويلي ول چې په بنو کې یې په يو هلک کې د ګوزڼ وايرس موندلی دی.

د پاکستان حکومت هم پرېکړه کړې چې د اپرېل له درېمیې څخه تر اوومې پورې به د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو څه باندې څلور مېلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

په همدې حال کې پاکستاني چارواکو ويلي چې د مارچ پر ۲۹مه، په سيند او پنجاب صوبو کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد کیمپېن ختم شو چې پکې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي څه باندې ۱۷ مېلیونه ماشومان واکسین شول.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې يوازيني هېوادونه دي چې لا هم پکې د هغې معیوبوونکې ناروغۍ وايرس موجود دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG