د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي د مولانا هدايت الرحمان د راخوشې کولو لپاره "ګڼ ګونديزه" غونډه کړې


د مولانا هدايت الرحمان د راخوشې کولو لپاره د اپرېل پر درېيمه په کوټه کې ګڼ ګونديزه غونډه د جماعت اسلامي په کوربه توب وشوه.
د مولانا هدايت الرحمان د راخوشې کولو لپاره د اپرېل پر درېيمه په کوټه کې ګڼ ګونديزه غونډه د جماعت اسلامي په کوربه توب وشوه.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې په يوه "ګڼ ګونديزه" غونډه کې د جماعت اسلامي او د "حق دو تحریک" مخکښ مولانا هدایت الرحمان د خوشې کېدو غوښتنه شوې ده.

د اپرېل پر درېيمه دا غونډه د جماعت اسلامي په کوربه توب وشوه. پر دې مهال په کوټه کې د جماعت اسلامي امیر حافظ نور علي مشال راډیو ته وویل چې پر مولانا هدایت الرحمان بې ځایه مقدمې جوړې شوي دي.

نوموړي زياته کړه که هغه خوشې نه کړل شو نو ټول ګوندونه به په "اعتماد" کې اخلي او په کوټه کې به پرلت وهي.

حافط نور علي زياته کړه چې د بلوچستان اعلا وزير مير عبدالقدوس بزنجو په ګوادر کې د "حق دو تحريک" له غړو سره ژمنه کړې وه چې د هغوی غوښتنې به پوره کوي خو د نوموړي په وينا، تر اوسه عمل نه دی ورباندې شوی.

بلخوا د بلوچستان د اعلا وزير یو سلاکار اختر باچا مشال راډیو ته ویلي چې له "حق دو تحریک" سره کړې ژمنې به پوره کېږي خو د هغه په وينا دا وخت ته اړتيا لري.

تر دې څو ورځې وړاندې د بلوچستان حکومت ویاندې فرح عظیم شاه مشال راډیو ته ویلي وو چې مولانا هدایت الرحمان یې په قانوني توګه نیولی دی ځکه د هغې په وينا چې مولانا لارې تړلې وې او خلګو ته یې ستونزې جوړې کړې وې.

مولانا هدایت الرحمان د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه پولیسو د بلوچستان په ګوادر کې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای نیولی وو. پولیسو نوموړی د هغه پولیس سرتېري د وژنې په قضیه کې نیولی چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې د هغه غورځنګ د احتجاج پر مهال وژل شوی وو. د جماعت اسلامي مخکښ او د "حق دو" تحریک مشر مولانا هدایت الرحمان د پولیس سرتېري په وژنه کې د لاس درلودلو تور رد کړی.

مولانا هدایت الرحمان له تېرو ۲ کلونو راهیسې وار په وار په ګوادر کې ولسي احتجاجونه کړي او ګڼو خلکو یې ملاتړ کړی دی. د هغه په مشرۍ د "حق دو " تحریک په ګوادر کې د غټو کښتیو او مشینونو (ټرالرو) له لارې د کبانو د ښکار بندولو، د سرحدي ځواکونو د پوستو ختمولو، د نشه يي توکو پرضد د اقداماتو او له ایران سره د سوداګرۍ لارې اسانه کولو غوښتنې لري.د مولانا هدایت الرحمان په مشرۍ لومړی احتجاج د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې شوی وو چې پکې په لسګونه زره خلکو ګډون کړی وو.

د بلوچستان حکومت د حق دو تحريک له مشرانو سره څو ځل مذاکرات کړي دي خو څه نتيجې ته نه دې رسېدلي. دوی ويلي چې د حق دو تحريک اييني غوښتنې به منل کيږي خو نيول شويو کسانو قانون مات کړی نو ځکه به ورسره د قانون له مخې چلند کيږي.

XS
SM
MD
LG