د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د پولیو ضد پينځه ورځنی کمپاین پیل شوی دی


 په کورمه کې د پولیو وروستۍ پېښه په ۲۰۱۲ز کال کې رامنځ ته شوې وه ــ د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل څلورمې نځور
په کورمه کې د پولیو وروستۍ پېښه په ۲۰۱۲ز کال کې رامنځ ته شوې وه ــ د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل څلورمې نځور

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې کورمې په هغو ۱۴ سیمو کې د پولیو يا ګوزڼ ضد ځانګړی کمپاین پیل شوی دی چې افغانستان ته څېرمه دي.

د روغتيا څانګې ضلعي مشر ډاکټر عطا الله مشال راډیو ته وویل چې د اپرېل له درېیمې د پیل شوي د پينځه ورځني کمپاین هدف دا دی چې له خطر سره د مخامخ سیمو ماشومان واکسین کړل شي.

نوموړي وویل، د بره کورمې نهه، د منځنۍ کورمې درې او د کوزې کورمې دوې سیمې داسې دي چې نېغ په نېغه له افغانستان متاثره کېدای شي.

نوموړي‌ زیاته کړه چې بل پلو د خیبر پښتونخوا په بنو کې هم د پولیو تازه پېښې د شاوخوا سیمو ماشومانو ته ممکنه خطر پېښ کړی دی.

د پاکستان د روغتيا څانګې د وېبپاڼې له مخې، د روان ۲۰۲۳ز کال د مارچ په ۱۷مه په بنو کې د دریو کلونو عمر لرونکي ماشوم ته د پولیو وایرس ولګېدی چې دا په پاکستان کې سږ کال د پوليو وايرس لومړۍ پېښه ده.

د خیبر پښتونخوا کورمه ضلع د هنګو، خیبر او وزیرستان تر څنګ له افغانستان سره هم پوله لري. په کورمه کې د پولیو وروستۍ پېښه په ۲۰۱۲ز کال کې رامينځ ته شوې وه.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پوليو وايرس پکې موجود دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG