د لاسرسي ځای

تازه خبر

شنونکي: سیاسي بې ثباتي او د ای اېم اېف پورونو نه بحالېدل د روپۍ کمزوري کېدو لاملونه دي


په پاکستان کې له تېرو کلونو راهیسې د امریکايي ډالر پرتله د روپۍ ارزښت خورا کم شوی دی - پخوانی انځور.
په پاکستان کې له تېرو کلونو راهیسې د امریکايي ډالر پرتله د روپۍ ارزښت خورا کم شوی دی - پخوانی انځور.

په پاکستان کې په یوه ورځ کې په بانکونو کې د یو امریکايي ډالر بیه څه د پاسه دوه او په ازاد بازار کې درې نیمې روپۍ له زیاتېدو سره د روپۍ ارزښت په بیساري کچ پرېوتی دی.

د پیسو د کاروبار یا صرافیو د ټولنې مشر ملک بوستان مشال راډیو ته وویل، د اپرېل پر څلورمه په پاکستان کې په بانکونو کې د یو امریکايي ډالر نرخ څه د پاسه ۲۸۷ او په ازاد بازار کې ۲۹۱ روپیو ته ورسېد.

په همدې حال کې د هېواد دولتي بانک د روپۍ ارزښت لوړولو لپاره دپورونو پر سر د سود کچ له ۲۰ څخه ۲۱ فیصده ته لوړ کړی دی.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي.

د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله په هغه هېواد کې ګراني خورا زیاته شوې ده چې پرضد یې په تېرو کلونو کې پراخې مظاهرې شوې دي.

اسلام اباد د بهرنیو پیسو د زېرمو کمښت ته په کتو د یوشمېر شیانو پر درامد بندیز لګولی دی ځکه چې نړیوال کاروبارونه په امریکايي ډالرو، یورو او یوشمېر نورو نړیوالو پیسو کېږي.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه ډاکتر غلام صمد د اپرېل څلورمې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې سیاسي بې ثباتي او داراز له ای اېم اېفه د پور نه ترلاسه کېدل د ډالرو د بیې لوړېدو اساسي لاملونه دي.

هلته د کراچۍ د ونډو د بازار پانګوال خرم شهزاد وايي، که حالت همداسې روان وي، نو روپۍ به نوره هم کمزورې شي. "په تور بازار کې د یو ډالر بیه تر ۳۰۰ روپیو هم لوړه شوې ده. ملک دا وخت له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او څوک پکې پانګونې ته تیار نه دي. که حالات ښه نه شول نو ډالر به نور هم ګران شي."

په هېوادونو کې عموماً د کرنسیو یا اسعارو کاروبار د بانکونو او په ازاد بازار کې د صرافیو له لارې کېږي. په بانکونو کې د پیسو بیې له ازاد بازاره ټيټ وي. په پاکستان کې له بانکونو او ازاد بازار پرته په ناقانونه توګه هم د پیسو کاروبار کېږي چې ورته تور بازار وايي.

شهزاد له صمد سره همنظره دی چې تر هغو چې د ای اېم اېف د پورونو پروګرام بحال شوی نه وي، د پاکستان د اقتصاد د ښه والي "امکان نه شته."

په همدې حال کې د پاکستان دولتي بانک د اپرېل پر څلورمه نوې مالي تګلاره (مانېټري پالیسي) اعلان کړه او پر پورونو یې د سود شرح له ۲۰ څخه ۲۱ ته لوړه کړې ده. د دې اقدام موخه د روپۍ ارزښت ښه کول دي.

خو د اقتصادي چارو پوه صمد وايي، له دې اقدام سره ګراني نوره زیاتېدای شي او دا چې د لوړ سود له کبله په اقتصاد او کاروبار کې پانګونه کمېږي.

اخوا مخالفه تحریک انصاف ګوند سیاستوال او د مالیې پخواني وزیر شوکت ترین د اپرېل پر څلورمه په کراچۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې که په هېواد کې د انتخاباتو ځنډېدو له کبله پیدا شوې سیاسي بې ثباتي ختمه نه شي، نو اقتصادي وضع نه شي سمېدای.

ده په خبرو کې د ګرانۍ زیاتېدو ته اشاره وکړه او و یې ویل چې په هېواد کې بې کاري هم زیاته شوې او کاروبارونه زښت اغېزمن شوي دي.

په عین وخت کې د پاکستان شماریاتو ادارې ویلي دي چې د مارچ په میاشت کې د شیانو د نرخونو له پلوه انفلېشن (افراط زر) شاوخوا څلور فیصده نور زیات شو چې له کبله یې د مجموعي انفلېشن سطح څه د پاسه ۳۵ فیصده ته لوړه شوې ده.

تر دې مخکې، په فبرورۍ کې د انفلېشن مجموعي سطح ۳۱،۶ فیصده ته رسېدلې وه. کله چې انفلېشن زیات شي نو ورسره ګراني هم زیاتېږي.

د پاکستان حکومت د روژې په میاشت کې د یوشمېر خوراکي توکو د نرخونو ټیټ ساتلو په موخه اړونده ادارو ته د پینځه اربه روپیو ورکولو اعلان وکړ. په رعایتي پروګرام کې د اوړو، غوړیو، چیني (بورې)، چای، خورما (کجورو)، دالو، شیدو او مصالحو په ګډون ۱۹ خوراکي شیان شامل دي.

خو د پاکستان وفاقي حکومت د خپلې اقتصادي تګلارې دفاع کوي. د مالیې وزیر اسحاق ډار په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د ای اېم اېف د پورونو پروګرام به "ژر" بحال شي.

د پاکستان رسنۍ وايي، ټاکل شوې چې ډار روانه میاشت امریکا ته ورشي او هلته د ای اېم اېف په ګډون د نورو نړیوالو مالي ادارو له چارواکو سره د خپل هېواد د اقتصاد پر سمولو خبرې وکړي.

حکومت وايي، د پورونو پروګرام بحالۍ لپاره یې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) له چارواکو سره خبرې وروستي پړاو ته داخلې شوې دي.

اسلام اباد په فبرورۍ کې یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره یې د پورونو پروګرام بحالولو لپاره د ۱۷۰ اربه روپیو مالیو یا ټیکسونو غونډولو لپاره اضافي بودیجه منظوره کړه.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د فبرورۍ پر ۲۲مه د هغې نړیوالې مالي ادارې د شرطونو پوره کولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام اعلان کړ او و یې ویل چې د کابینې غړي به تنخاګانې او مراعات نه اخلي.

ده البته خبرداری ورکړ چې د شرطونو له پوره کولو سره به په پاکستان کې ګراني لا زیاته شي.

XS
SM
MD
LG