د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په چمن کې چاودنې درې ماشومان وژلي دي


په چمن کې تر دې مخکې هم چاودنې او د ناامنۍ نورې پېښې مخې ته راغلي دي ـ پخوانی انځور
په چمن کې تر دې مخکې هم چاودنې او د ناامنۍ نورې پېښې مخې ته راغلي دي ـ پخوانی انځور

دبلوچستان په چمن ښار کې په یو کور کې د چاودنې په نتیجه کې درې ماشومان وژل شوي دي.

پولیس وايي، پیښه د اپریل پر ۱۳ مه مازیګر مهال د رحمان کول په سیمه کې په یوه خالي کور کې هغه وخت شوې، چې ماشومانو هلته لوبې کولې.

په چاودنه کې لس کلن عبدالمتین او دولس کلن عبدالقدوس ځای پر ځای وژل شوي او یو دریم اووه کلن ماشوم بشیر احمد ژوبل وو چې وروستو یې په هسپتال کې ساه ورکړه.

د چمن مرستیال کمشنر ډاکټر عبدالسلام د اپریل پر ۱۴مه، مشال راډیو ته وویل چې له لومړیو معلوماتو څخه بریښي چې ماشومانو ته په هغه کور کې چاودیدونکي مواد په لاس ورغلي ول او هغوي ورباندی لوبې کولې. هغه وویل د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۹ مه نیټه د پاکستان امینتي سرتېرو ډیورنډ کرښې ته نزدې د چمن ښار په رحمان کهول کې چاپه وهلې وه خو څوک یې نه وو نیولي.

هغه وخت د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) ویلي وو چې د ترهګرو له پټنځای څخه یې درنه وسله نیولې ده. تر دې درې ورځې وړاندې یې د چمن په بوغره سړک په عملیاتو کې د چاودیدونکو توکو او درنې وسلې نیولو ادعا کړې وه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG