د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د بلوچستان پخواني اعلاوزیر اسلم رييساني شخصي ساتونکی وژل شوی


په کوټه کې په تېرو کلونو کې هدفي او نور بریدونه زیات شوي دي ــ پخوانی انځور.
په کوټه کې په تېرو کلونو کې هدفي او نور بریدونه زیات شوي دي ــ پخوانی انځور.

د کوټې پولیس وايي چې "نامعلومه" وسلوالو د بلوچستان د پخواني اعلاوزیر او صوبايي اسمبلۍ اوسني غړي نواب اسلم رييساني يو شخصي ساتونکی وژلی دی.

چارواکي وايي، پر موټرسايکل سپرو دوو ناڅرګنده وسلوالو د اپرېل ۱۹مې پر ماخوستن پر رییساني سړک پر ۵۴ کلن حاجي بولان مېنګل هغه مهال برید وکړ چې کله هغه تر تراوېح کولو وروسته د نواب اسلم رييساني کور ته روان وو.

بریدګر په تېښته کې بریالي شوي دي او تر دې دمه چا د بريد ذمه واري نه ده منلې.

د سرياب تاڼېدار احسان الله مروت ويلي چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هغه یو هدفي برید وو ځکه چې په وینا یې، بولان مېنګل له هېچا سره دښمني نه لرله. نوموړی له ۳۴ کلونو راهيسې د نواب اسلم رييساني شخصي ساتونکی وو.

د نواب رييساني او د بلوڅو د رند قبيلې ترمینځ له کلونو راهيسې قبايلي دښمني هم ده چې پکې دواړه غاړو ته يوشمېر کسان وژل شوي.

په هغه دښمنۍ کې د نواب رييساني پلار او د بلوچستان پخوانی ګورنر نواب غوث بخش رييساني او ورور اسماعيل رييساني هم وژل شوي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG