د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوړو کارخانو ټولنه وايي سږ کال غنم زیات شوي خو اوړه نه دي ارزانه شوي


په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې له تېرو یوشمېر میاشتو راهیسې اوړه ګران شوي دي ـ پخوانی انځور.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې له تېرو یوشمېر میاشتو راهیسې اوړه ګران شوي دي ـ پخوانی انځور.

په پاکستان کې د اوړو د کارخانو یا مېلونو ټولنه (پاکستان فلور مېلز اسوسي اېشن) وایي، په هغه هېواد کې سږ کال غنم زیات شوي خو له پنجابه یې پر لېږد د بندیز له وجې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د اوړو بیې نه دې ټیټې شوې.

د اوړو مېلونو ټولنې مشر عاصم رضا د مې پر ۲۷مه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل د پاکستان د اوړو ۷۰ سلنه اړتیا له پنجابه پوره کېږي خو له هغه ځایه نورو صوبو ته د غنمو پر لېږد بندیز دي.

هغه وویل په اساسي قانون کې تر ۱۸ ترمیم وروسته باید بندیز نه وای او په ټولو صوبو کې د اوړو او غنمو نرخ یو شان وای.

پاکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې زیات غنم پکې کېږي او پنجاب صوبه تر ټولو زیات پیداوار لري. پاکستان د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره له بهره هم غنم درامدوي.

د اوړو د کارخانو د ټولنې پخوانی مرکزی مشر محمد نعیم بټ وایي، د سږ کال لپاره په پاکستان کې کافي غنم شوي خو د ناسم تقسیم له وجې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د اوړو کمی دی. ''پنجاب حکومت بې ځایه پابندیانې او چېک پوسټونه لګولي دي او دا مشکلات یې جوړ کړي دي. اوس حال دا دی چې په خیبر پښتونخوا کې خلک اوړه په ۳،۰۰۰ روپۍ بورۍ (بوجۍ) اخلي، په پنجاب کې یې قیمت ۲۴،۰۰ [روپۍ] دی.''

سږ کال له جنورۍ راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې اوړه ګران شوي چې پر ضد یې مظاهرې هم شوي او په روژه کې په ارزانه بیه د سرکاري اوړو د اخیستو پر مهال د ټېل ماټېل په پېښو کې مرګژوبله هم وشوه.

په همدې حال کې د غنم لو پر مهال وزیراعظم شهباز شریف د پنجاب کروندګرو ته مبارکي ورکړه چې سږ کال هلته د غنمو ښه فصل شوی او دوه کروړه پينځه اويا لکه ميټرک ټنه پیداوار یې کړی دی.

د بلوچستان د اوړو مېلونو ټولنې غړي بدرالدین کاکړ مشال راډیو ته وویل په پنجاب کې د ښه فصل ګټه باید ټولو صوبو ته ورسي. ''دوی فکر کوي چې له خیبر پښتونخوا او بلوچستانه اوړه افغانستان ته ځي خو دا وخت په افغانستان له دې ځایه زیات اوړه دي. په نړیوال مارکېټ کې هم اوړه له پاکستانه ارزان دي. که ټولو صوبو ته د غنمو [لېږد] ازاد شي نو نرخونه به کم شي.''

د خیبر پښتونخوا د اوړو مالکانو هم د مې پر اتمه له پنجابه هلته د غنمو پر لېږد د بندیز پر ضد کاربندیز کړی وو.

د بلوچستان حکومت وایي چې سږ کال هغې صوبې ته د اوړو ۱۰ لکو بوریو اړتیا ده او اووه لکه بورۍ هغوی په نصیر اباد ډېوېژن کې اخیستې دي چې ورسره به هلته د اوړو بحران ختم شي.

هلته بیا د مې پر ۱۳مه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د وفاقي کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د پنجاب لنډمهالی حکومت به هره ورځ خیبر پښتونخوا ته هره ورځ د ۱۰ کېلو اوړو درې لکه بوجۍ ورکوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG