د بلوچستان په هرنايي کې د کویلې يا سکرو کاروبار کوونکو او د سامان وړونکي ټرانسپورټ اتحادیو د کویلې پر لاریو د شوي برید په غبرګون کې پیل کړی احتجاج جاري ساتلی دی.
د بلوچستان له بېلا بېلو سیمو پنجاب ته د کویلې وړونکو اتحادیې "ال پاکستان کول سپلایرز اسوسیېشن" مرکزي جنرل سېکرټري خالقداد وطنپال د جون پر نهمه مشال راډیو ته وویل، احتجاج یې له هغه وروسته پیل کړی وو چې د جون پر لومړۍ نېټه په هرنايي کې وسلوالو د دوی ۴۲ لارۍ په نښه کړې وې.
هغه وویل، "د هرنايي په چپرفټ سیمه کې د ملېشه ځواک یا ایف سي له پوستې سره نېږدې یو ترهګر تنظیم ۴۲ لارۍ وهلې دي، له هغه وروسته نه څوک راغلي دي، نه یې تپوس کړی دی او نه یې هغه ځای کتلی دی. زموږ سره وړې وړې پېښې کېږي خو دا ډېره لویه پېښه ده. نن نهمه ورځ ده چې په ټوله ضلع کې د کویلې کاروبار بند دی، خو حکومت تر اوسه هیڅ سنجیده ګام نه دی اخیستی."
خالقداد وطنپال زیاته کړه چې په بلوچستان کې د کویلې له کاروبار سره په مجموعي توګه شاوخوا ۳۵ لاکه انسانان تړلي دي.
د ده په وینا، دا ډېر لوی صنعت دی او حکومت ته په کار ده چې د خوندي کولو لپاره یې په سمدستي توګه کوټلي ګامونه پورته کړي.
ده وویل، د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو پورې به د سامان وړونکو لاریو له اتحادیې "ال بلوچستان ګډز ټرانسپورټ" سره په شریکه احتجاج ته دوام ورکوي.
د ال بلوچستان ګډز ټرانسپورټ مشر نور احمد کاکړ مشال راډیو ته وویل چې د جون پر لومړۍ نېټه په نښه شویو ۴۲ ټرکونو کې هر یوه ته تر ۱۵ لاکو روپیو زیات تاوان رسېدلی دی.
نوموړي زیاته کړه چې حکومت به هم د دې پېښې تاوان ورکوي او هم به په راتلونکي کې د تحفظ باور ورکوي.
نور احمد کاکړ وویل، "یو چې د دې پېښې کوونکو ته سزا او د لاریو مالکانو ته تاوان ورنکړي او بل د راتلونکي لپاره د مکمل تحفظ باور رانکړي نو د جون له ۱۳ وروسته به له دې صوبې د ټولو معدنیاتو پر وړلو کارګو سروس بند کړو."
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو مشال راډیو ته وویل چې د جون پر لومۍی او تر هغه وړاندې بریدونه ټول د ترهګرو کار دی.
د ده په وینا، حکومت د ولس د ژوند او مال خوندي کولو لپاره هلې ځلې کوي خو د ده په وینا، ولس باید د ریاستي امنیتي ادارو ملاتړ وکړي.
لانګو وویل، "که نن موږ هرنايي ته پوځ یا ملېشه ځواک ولېږو چې هلته د ترهګرو خلاف عملیات وکړي، نو بیا به هم دا خلک سړکونو ته راوځي او سیاستوال به په اسمبلۍ کې چيغې وهي چې تاسو داسې ولې وکړل. موږ نه ترهګري زغملای شو او نه پوځي عملیات. هغه قامونه نه شي بریالي کېدای چې دوه فطرته لري، موږ به یوه پرېکړه کوو."
که څه هم ضیا الله لانګو دا ونه ویل چې د کویلې پر لاریو او مزدورانو بریدونه کوونکي ترهګر څوک دي خو د بلوچستان له بېلا بېلو سیمو د کویلې په څېر قدرتي وسایلو د اېستل کېدو پرضد په شویو بریدونو کې د زیاترو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو منلې ده.
د جون پر لومړۍ نېټه چې د هرنايي په چپرفټ کې د کویلې پر ۴۲ ټرکونو ډزې شوې وې. د هغه بريد ذمه واري هم بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان لیبرېشن ارمي منلې وه.