د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان د مطیع الله ویسا د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې


دتعليم لپاره کار کوونکې، د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا د مارچ له ۲۷ راهیسې د طالبانو په بند کې دی ـ پخوانی انځور.
دتعليم لپاره کار کوونکې، د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا د مارچ له ۲۷ راهیسې د طالبانو په بند کې دی ـ پخوانی انځور.

د بخښنې نړیوال سازمان(ایمنسټي انټرنېشنل) په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د تعلیم مبارز مطیع الله ویسا ژر خوشی کړي.

د سازمان د جنوبي اسیا څانګې د جون پر ۲۷مه پر ټویټر ولیکل چې درې میاشتې وشوې چې طالب چارواکو ویسا نیولی دی چې دا د نړیوالو انساني حقونو، د بیان ازادۍ او د سوله ییزې غونډې له حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

ادارې پر طالب چارواکو غږ کړی چې په سمدستي او بې له شرطه دې ویسا خوشې کړي.

د تعليم لپاره کار کوونکی، د "قلم لار ټولنې" مشر مطیع الله ویسا طالبانو د مارچ پر ۲۷مه په کابل کې ونيو، د هغه کور یې وپلټه او وروڼه یې هم بوتلل، خو وروڼه یې وروسته خوشې شول او ویسا لا هم په بند کې دی.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد رسنيوو ته ويلي وو چې د مطیع الله ویسا په اړه د طالبانو استخباراتو ځينې معلومات لرل چې هغه له ځينو "مشکوکو خلکو سره اړيکې" لرلې.

د طالبانو حکومت تر اوسه د بخښنې نړیوال سازمان د تازه بیان په اړه تبصره نه ده کړې.

د یوه بل خبر له مخه په افغانستان کې یو مدني فعال نورايل کليوال چې شاوخوا درې نيمې میاشتې وړاندې طالبانو نیولی وو، د جون پر ۲۷مه له بنده خوشی شوی دی.

د کليوال وراره عبدالقدير پاڅون مشال راډيو ته دا خبر تایيد کړ. نورايل د هلمند ولايت اوسېدونکی او په خپله سيمه کې د پي ټي ايم استازی دی.

نوموړی داسې مهال خوشی شوی چې، یو شمېر هغو کورنيو چې عزيزان یې د طالبانو په بند کې دي د اختر په مناسبت د هغوی د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG