د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ژوب احتجاجیان د وژل شویو پوليسو ښخولو ته سلا شوي خو پرلت ته يې دوام ورکړی


پرلت د ژوب سياسي ګوندونو اتحاد له خوا وهل شوی دی.
پرلت د ژوب سياسي ګوندونو اتحاد له خوا وهل شوی دی.

د بلوچستان پښتون مېشته سيمه ژوب کې پرلتوال له انتظاميې سره تر مذاکراتو وروسته په شېراني ضلع کې د وژل شویو درې پوليس سرتېرو ښخولو ته سلا شوي دي.

د ژوب پوليسو مشر عرفان علي مشال راډیو ته ويلي ول چې د جولای پر دويمه نېټه سهار وختي ژوب ښار ته څېرمه د شيراني ضلعې په دهنه سر سيمه کې د پوليسو، ليويزو او اېف سي ځواکونو پر پوستو لومړی راکټ توغول شو او وروسته وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.

د ده په وينا، په دې پېښه کې د پوليسو سب انسپکټر بهادر خان په ګډون دوه سپاهيان ووژل شول او د ده په دعوه، په ځوابي ډزو کې يو وسلوال هم وژل شوی وو. د وسلوال مړی د ژوب په سېول هسپتال کې د وړل شوی دی. د بلوچستان اعلا وزیر ويلي چې په پېښه کې درې پوليس او يو د اېف سي ځواک سرتېری وژل شوي دي.

وژل شوي درې واړه پوليس سرتېري د شېراني او ژوب اوسېدونکي دي. تر پېښې سمدستي وروسته ځايي خلکو د احتجاج په توګه له دهنه سر څخه تېرېدونکی د ژوب او خيبر پښتونخوا او اسلام اباد ترمینځ لوی سړک بند کړ.

.د پېښې ضد د ژوب تاجرانو د احتجاج په توګه دوکانونه تړلي دي
.د پېښې ضد د ژوب تاجرانو د احتجاج په توګه دوکانونه تړلي دي

پر دې لاره هره ورځ په سلګونو ټرکونه او موټرې تېرېږي چې کوټې، ډېره اسماعيل خان، اسلام اباد، پېښور او ان تر لاهور اور کراچۍ پورې سامانونه او مسافر وړي راوړي.

خو د عرفان علي په وينا، له احتجاجیانو سره تر مذاکراتو وروسته سړک خلاص شو، البته د ژوب ښار سياسي ګوندونو او ولسي خلکو د ژوب ډېوېژن د کمېشنر دفتر مخې ته پرلت وهلی چې نن (جولای درېيمه) هم دوام لري.

په سلګونو خلک په خيمو کې ناست او د وژل شويو پوليس سرتېرو مړي يې د احتجاج په توګه هلته اېښې دي خو تر مذاکراتو وروسته د جولای پر درېیمه ماسپښین مهال پرلتوالو د مړو ښخولو ته تیار شول.

له دې وروسته په ژوب کې در درې واړو پوليس سرتېرو د جنازې لمونځ وشو چې پکې ګڼ شمېر ځايي خلکو او د کمېشنر تر څنګ نورو چارواکيو ګډون وکړ. البته احتجاجیانو د غوښتنو تر پوره کېدو پورې پرلت ته د دوام ورکولو پرېکړه کړې ده.

د احتجاجيانو يو مشر ملک قايم شاه د جون پر دويمه ماښام مشال راډیو ته وويل چې تر څو له دهنه سر څخه د اېف سي ځواکونو پوسته ختمه نه شي او د پوستې د مسيولينو ضد مقدمه درج نه شي، دوی به پرلت ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه:"د دې امنیتي پوستې د ختمولو امر (پخوا) شوی وو خو تر دې حملې وروسته يې دوی دلته مضبوطوي، دا دې سمدستې ختمه شي او پر صوبدار دې مقدمه درج شي. مړي به تر هغو پورې ښخ نه کړو تر څو مو دا غوښتنې منل شوې نه وې."

پرلت د ژوب د سياسي ګوندونو اتحاد ال پارټيز اېکشن کمېټۍ له خوا وهل شوی او ورسره د تاجرانو اتحاديې د پېښې ضد نن (جولای درېيمه) د احتجاج په توګه دوکانونه تړلي او د ژوب بازار په بشپړ ډول بند دی.

د شيراني ضلعې مرستيال کمېشنر عصمت الله مندوخېل د جون پر دويمه ماښام مشال راډيو ته وويل چې له پرلتوالو سره يې مذاکرات پیل کړي دي او هڅه کوي چې ستونزه زر حل شي.

بلخوا د جون پر دويمه د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو په بیان کې پېښه غندلې ده او د داخله چارو وزیر مير ضیا لانګو له اړونده چارواکيو څخه د پېښې رپورټ غوښتی دی.

د بريد ذمه وار تر اوسه پورې چا نه ده منلې.

تردې وړاندې شيراني ضلعې ته څېرمه په ژوب ضلع کې هم د مې پر ۱۹مه د جماعت اسلامي مشر سراج الحق پر قافله بريد شوی وو چې هغه ورڅخه روغ وتی وو، البته شپږ کسان پکې زخمیان شوي ول.

د هغې پېښې ذمه واري تر اوسه پورې لا چا نه ده منلې.

تر هغو پورې به مړي ښخ نه کړو ترڅو مو غوښتنې نه وي منل شوې.
ملک قایم شاه


په بلوچستان کې له یوې مودې راهیسې حملې زیاتې شوې دي او هلته یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

د مې پر ۲۰مه د بلوچستان په مارګټ غره کې پر پوسته په وسلوال برید او بیا په نښته کې درې سرتېري او یو مشکوک وسلوال وژل شوي وو. بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

تر دې یوه ورځ وړاندې د مې پر ۱۹مه د مستونګ ضلعې په سور کارېز کې وسلوالو د پولیو د واکسیني ډلې ساتونکی سرتېری وواژه.

داراز، د مې پر ۱۲مه وسلوالو په مسلم باغ کې د اېف سي ځواک پر کیمپ برید وکړ چې تر هغې وروسته یې له امنیتي سرتېرو سره نښته وشوه. د پاکستان پوځ وايي، نښته د مې ۱۳مې تر سهاره روانه وه چې پکې شپږ پوځیان، يو ولسي وګړی، او شپږ وسلوال ووژل شول.

د هغې حملې ذمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نامه یوې نوې وسلوالې ډلې منلې وه چې په وروستیو کې یې په هغه هېواد کې د یو شمېر نورو بریدونو ذمه واري هم منلې ده.

د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۱۰مه، د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۲۵ کلومیټره ليرې شمال لوري ته د کچلاغ (کچلاک) سيمې په يو جومات کې د مشکوکو وسلوالو پرضد د عملياتو پر مهال څلور پوليس سرتېري ووژل شول.

پولیسو هلته تر هغې وروسته عملیات وکړل چې د اپرېل پر نهمه د کچلاغ په سپين کلي کې د پوليسو پر ګرځنده ډلې (ايګل سکواډ) نا څرګنده وسلوالو برید وکړ او دوه پوليسان يې ووژل او يو يې ژوبل کړ. په ځوابي ډزو کې يو وسلوال هم وژل شوی وو.

تر هغې پېښې لږه شېبه وروسته په کوټه کې په غبرګو چاودنو کې د دوو پولیس سرتېرو په ګډون څلور تنه ووژل شول او ۳۳ ژوبل شول.

په بلوچستان کې د بېلتونپاله بلوڅ وسلوالو او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي چې پرضد یې امنیتي ځواکونه وخت په وخت د عملیاتو خبر ورکوي.

XS
SM
MD
LG