د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې پښتو اکاډمي د خپلې کلنۍ بوديجې زياتولو غوښتنه کړې


په کوټه کې د پښتو اکاډمۍ د ودانۍ انځور. (د ۲۰۲۳ز کال د جولای شپږمه)
په کوټه کې د پښتو اکاډمۍ د ودانۍ انځور. (د ۲۰۲۳ز کال د جولای شپږمه)

د بلوچستان حکومت لخوا په نوې کلنۍ بودیجه کې له بلوڅي اکاډمۍ سره د کلنۍ مرستې پیسو څو چنده زیاتولو او د پښتو او نورو اکاډمیو هغو د نه زیاتولو پرېکړې اندېښنې پارولې دي.

پخوا د بلوڅي، پښتو او نورو اکاډمیو کلنۍ بوديجه (ګرانټ) یو کروړ روپۍ وو. په نوي بجټ کې د پښتو او نورو اکاډمیو بوديجه همغسې یو کروړ پرېښوول شوې خو د بلوڅي اکاډمۍ هغه یې پينځو کروړو ته پورته کړی دی.

د صوبايي حکومت دې اقدام د براهوي، هزارګۍ او پښتو اکاډمیو مسوولین اندېښمن کړې دي.

په کوټه کې د بلوڅي اکاډمي ودانۍ
په کوټه کې د بلوڅي اکاډمي ودانۍ

د جولای پر شپږمه د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو غړي نصرالله زیرې د " توجه دلاو" یا د پام اړولو نوټس هم جمع کړی دی چې ورباندې به د اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کې بحث کېږي.

نوموړي په خپل درخواست کې ویلي، د صوبايي اسمبلۍ لخوا د یوې ژبې د اکاډمۍ د بوديجې زیاتول او د نورو هغو پر خپل ځای پرېښودل، "ناانصافي" ده. د نوموړي په وینا دا ټولې اکاډمیانې د مورنیو ژبو د پرمختګ لپاره کار کوي نو پکار ده چې حکومت ورته په یوه سترګه وګوري.

د پښتنو کلتوري ورځ په اتڼونو، موسيقۍ او نندارتونونو ولمانځل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:32 0:00

نوموړي مشال راډیو ته وویل: "ما له خزانې وزارت او نورو متعلقه وزیرانو څخه وضاحت غوښتی چې ولې یې د بلوڅي اکاډمۍ کلنۍ بودیجه پينځو کروړو ته رسولې او د پښتو او ځینو نورو ژبو هغه یې پر خپل ځای پرېښې؟ حکومت تهه پکار دي چې د نورو اکاډمیانو بوديجې هم لوړې کړي."

حکومت دې خبرې ته په پام سره اکاډمیو ته کلنۍ بودیجه ورکوي چې د تېرو کلونو ګرانټ یې څومره او څنګه مصرف کړی دی. د کوټې د پښتو اکاډمۍ عمومي منشي (جنرل سېکرټري) علي کمېل قزلباش وايي، پښتو اکاډمۍ په تېرو ۱۰ کلونو کې نه یوازې دا چې څلور نړیوال کانفرانسونه جوړ کړي بلکې د پښتو ژبې د ښوولو لړۍ یې هم روانه ساتلې ده.

نوموړی وايي: " موږ دا ګرانټ د پښتو ژبې، ادب او کلتور د پرمختګ لپاره کاروو. اکاډمي تحقیقي، تاریخي، ادبي او کلتوري کتابونه پرې چاپوي. موږ د نورو ژبو مهم کتابونه پښتو ته ژباړو. همدا رنګه د پښتو ژبې مهم کتابونه نورو ژبو ته اړول کېږي. د دې ترڅنګ په هرو درو میاشتو کې یوه مجله هم چاپوو چې پکې د افغانستان او پاکستان د پښتنو لیکوالو لیکنې خپروو."

د حکومت په دې تازه اقدام د پښتو تر څنګ د نورو ژبو ادیبان هم خپګان ښکاره کوي. عبدالقیوم بیدار د براهوي ادبي ټولنې مشر دی. نوموړي د جولای پر شپږمه مشال راډیو ته وویل: " حکومت ښه وکړل چې د بلوڅي اکاډمۍ بوديجه یې پينځو کروړو روپيو ته لوړه کړه خو دا دې نه هېروي چې په بلوچستان کې درې ژبې په اکثریت کې دي بلوڅي، پښتو او براهوي، نو پکار ده چې د ټولو ژبو بودیجه یو شان لوړه کړل شي."

نوموړی وايي حکومت ته پکار دي چې د هزارګۍ ژبې د اکاډمۍ کلنۍ بوديجه هم لوړه کړي. هغه وايي، دا ځکه ضروري دي چې د صوبايي ادب او کلتور پرمختګ ورسره تړلی دی.

کوټه کې درې ورځنۍ نړیواله څېړنغونډه شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:14 0:00

د بلوچستان د خزانې وزیر زمرک خان اڅکزي د جولای پر شپږمه مشال راډيو ته وویل، حکومت به د کابینې په غونډه کې د دې ستونزې د هوارولو هڅه وکړي. هغه وویل: "پکار خو دا ده چې د ټولو ژبو د اکاډمیانو بوديجه زیاته شي، د بلوڅي اکاډمۍ د کلنۍ بودیجې لوړول ښه خبره ده، خو د نورو ژبو بودیجه دې هم هغومره لوړه کړل شي."

نوموړی وايي د کابینې په غونډه کې به د بلوچستان د اعلا وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.

د یادولو وړ ده چې خواوشا ۱۰ کاله وړاندې چې کله په بلوچستان صوبه کې ډاکټر مالک بلوڅ اعلا وزیر وو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل ګوند ګډ حکومت وو، نو هغه مهال د بلوڅي، پښتو او براهوي اکاډمیو کلنۍ بوديجه یو یو کروړ روپۍ ټاکل شوې وه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG