د خیبر ضلعې چارواکي ادعا کوي چې په تورخم کې یې د پاکستان تحریک انصاف سیاستوال عبدالباسط نیولی دی.
عبدالباسط له راولپنډۍ د پنجاب د صوبایي اسمبلۍ د غړي ( ایم پي اې) چوهدري امجد محمود زوی دی.
د تورخم یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جولای پر اوومه سهار مهال نیول شوي عبدالباسط نوم په ایکزټ کنټرول لسټ کې وو او هغه د مې نهمې په پېښو کې ککړ وو.
چارواکي وایي عبدالباسط اروپا ته د تګ اسناد تیار کړي ول او غوښتل یې چې د افغانستان له لارې اروپا ته لاړ شي. د تورخم چارواکي وایي عبدالباسط یې د راولپنډۍ پولیسو ته حواله کړی دی.
د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.
د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.
د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او پکې يې د لاس لرونکيو پرضد په پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو فیصله کړې ده.