د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د سکرو د ټرکونو سوځولو خلاف په هرنايي او شاهرګه کې کاربنديز شوی


په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د زیاتې شوې بدامنۍ ضد ولسي خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي ـ پخوانی انځور.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د زیاتې شوې بدامنۍ ضد ولسي خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان په هرنايي او شاهرګه سیمو کې نن (د جولای پر اتمه) د زیارت د پېښې پر ضد مکمل هړتال دی.

دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو د جون پر ۲۶مه د زیارت په مانګي سیمه کې په سکرو بار ۱۱ ټرکونه سوځولي وو او وروسته یې د هرنايي د مرستیال کمېشنر پر ګاډي ډزې هم کړې وې.

د هړتال له مخه په دواړو سیمو کې نن ټول دوکانونه او کاروباري مرکزونه بند دي.

د هرنايي عوامي اتحاد وايي چې په سیمه کې بدامني ده، وسلوال ترې د کویلې پر سر قلنګ غواړي، نو حکومت دې د امنیت لپاره ګامونه واخلي او د کویلې صنعت سره تړلو کاروبارکوونکو او تجارت ته دې تحفظ ورکړي.

دوی وايي چې د زیارت د پېښې ککړ کسان دې و نیسي او چا ته چې نقصان رسېدلی د هغوی مرسته دې وشي.

د هرنايي عوامي اتحاد چې پکې سیاسي ګوندونه، ځايي مشران او تاجران شامل دي، دړکه کړې چې تر څو حکومت د دوی لپاره حفاظتي ګامونه پورته نه کړي، تر هغې به خپل احتجاج ته دوام ورکوي.

د بلوچستان په هرنایي کې د سکرو او نورو معدنیاتو کانونه دي. هلته وخت پر وخت د ناامنۍ پېښي کېږي چې امنیتي سرتېري او عام وګړي پکې په نخښه کېږي چې پر ضد یې مخکې هم مظاهرې شوې دي.

د جون پر لومړۍ نېټه هم د هرنايي په چپرفټ سیمه کې وسله والو د کویلې ۴۲ ټرکونه په نښه کړي او هغوی ته یې زیان رسولی وو. د هغې پېښې زمه واري‌ هم بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان لیبرېشن ارمي منلې وه.

د بلوچستان په هرنايي کې د کویلې يا سکرو کاروبار کوونکو او د سامان وړونکي ټرانسپورټ اتحادیو د هغې پېښې پرضد احتجاج او هړتال کړی وو.

دوی تور پورې کړی وو چې د بلوچستان حکومت د ولس د ژوند او مال په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی او او کاروباریان یې له پامه غورځلي دي.

د زیارت د پېښې ذمه واري بلوڅ وسله والې ډلي بلوڅ لیبریشن ارمي قبوله کړې وه. تر اوسه د هغه پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوې.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې ناامني زیاته شوې چې پرضد یې ولسي خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي.

د پاکستان حکومت وایي د بلوچستان په ګډون له ټول هېواده به "ترهګري په بشپړه توګه" ختموي. وزیراعظم شهباز شریف د مې پر ۲۲مه په کوټه کې یوې غونډې ته وویل، د پخوا پرتله په بلوچستان او په ټول پاکستان کې امنیت ښه شوی دی خو زیاته یې کړه چې امنیتي سرتېرو هلته د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG