د لاسرسي ځای

تازه خبر

دهرنايي او زیارت "عوامي اتحاد" د ناامنۍ پرضد پرلت اعلان کړی


 سیاسي او قبایلي مشران د جولای پر ۱۴مه په کوټه کې د جرګې په مهال.
سیاسي او قبایلي مشران د جولای پر ۱۴مه په کوټه کې د جرګې په مهال.

د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو هرنايي او زیارت عوامي اتحاد په جرګه کې پرېکړه کړې چې په صوبه کې د وروستیو ناامنیو ضد د جولای پر ۱۷مه د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته پرلت وهي.

د بېلا بېلو سیاسي او قبایلي ټولنو هغه اتحاد د جولای پر ۱۶مه د کوټې په پریس کلب کې خبري غونډې پر مهال د پرلت اعلان وکړ.

غونډې ته د وېنا په مهال د عوامي اتحاد مشر احمد جان غوښتنه وکړه چې په سیمه کې دې ترهګري، بدامني او باج اخیستنه بنده شي.

هغه وویل ''په زیارت پېښه کې اغیزمنو شویو کسانو ته دې معاوضه هم ورکړل شي. ''

د جون پر ۲۶مه وسلوالو د زیارت په مانګي سیمه کې په سکرو بار ۱۱ ټرکونه وسوځول او وروسته یې د هرنايي د انتظامي مشر پر ګاډي ډزې هم وکړې.

د پېښې ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه.

د دې په غبرګون کې د سکرو لېږدوونکو ټرکونو د مالکانو په سیمه کې کاربندیز پیل کړ او کانکیندنه ودرېده.

دوی وايي، تر هغو چې حکومت یې د امنیت لپاره جدي اقدامات نه وي کړي، په خپلو لاریو کې سکاره نورو سیمو ته نه لېږدوي.

د غونډې په مهال د هرنایي قبایلي مشرانو وویل چې د جون ۲۶مې تر پېښې وروسته په سیمه کې د کویلی کار بند شوی او بې روزګاري زیاته شوې چې ورسره د خلکو ژوند اغیزمن شوی دی.

د بلوچستان په هرنایي کې د سکرو او نورو معدنیاتو کانونه دي. هلته وخت پر وخت د ناامنۍ پېښي کېږي چې امنیتي سرتېري او عام وګړي او کویله وړونکي ګاډي پکې په نښه کېږي چې پر ضد یې مخکې هم مظاهرې شوې دي.

د بلوچستان د کورنيو چارو صوبايي وزیر میر ضیا لانګو څو ورځې مخکې ویلي ول چې "ترهګر" بریدونه کوي او حکومت د ولس د ژوند او مال خوندي کولو هڅه کوي خو د ده په وینا، ولس باید د ریاستي امنیتي‌ ادارو ملاتړ وکړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG