د لاسرسي ځای

تازه خبر

ژوب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۲ فعالانو نیولو او ورباندې د تشدد ضد مظاهره شوې


د جولای پر ۲۳مه د ژوب مظاهرې ته د غورځنګ تر څنګ د یوشمېر ګوندونو غړي او فعالان هم ورغلي ول.
د جولای پر ۲۳مه د ژوب مظاهرې ته د غورځنګ تر څنګ د یوشمېر ګوندونو غړي او فعالان هم ورغلي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې د خپلو دوو فعالانو د نیولو او ورباندې د مبینه تشدد پرضد مظاهره کړې ده.

په ژوب کې د غورځنګ یو مشر اسد قرار کاکړ د جولای پر ۲۳مه تر مظاهرې وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د استخباراتي ادارو کسانو خان عالم چې د ننګیال پښتین په نوم پېژندل کېږي او شعېب خان سالار دوه ورځې مخکې نیولي ول او ورباندې یې تشدد کړی دی نو ځکه دې پولیس د استخباراتي ادارې ای اېس ای د هغو کارکوونکو پرضد مقدمه دایره کړي.

د ده په خبره، ننګیال پښتین ته یو چا ټېلېفون کړی وو او هغه چې له خپل ملګري سالار سره ټاکلي ځای ته ورغی نو هلته کسانو ونیول او ورڅخه یې وپوښتل چې په وروستیو کې په ژوب کې د درو پولیسو وژنې پرضد په احتجاجي پرلت کې ولې ګډون کړی وو او ولې یې نعرې وهلې وې.

د کاکړ په وینا، هغو کسانو د پي ټي اېم پر فعالانو تشدد کړی او بیا یې خوشې کړي دي.

کاکړ دعوه وکړه چې پولیسو یې تر اوسه مقدمه هم نه ده دایره کړې.

د سیمې یو خبریال رفیع الله مندوخېل د جولای پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې په مظاهره کې د یوشمېر ګوندونو غړو او پلویانو هم ګډون وکړ او له حکومته یې د پېښې د پلټنو او پکې د ککړو کسانو پرضد د قانوني اقدام غوښتنه وکړه.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې پر سالار خان او ننګیال پښتین تشدد شوی دی خو مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغو عکسونو د کره والي تصدیق نه شي کولای.

د ژوب پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط له مشال راډیو سره په خبرو کې د سالار او پښتین د نیولو او وهلو له پېښې ناخبري وښوده.

د پاکستان پوځ او د بلوچستان حکومت هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې ټینګار کړی دی چې امنیتي او استخباراتي ادارې له قانون سره سم کارونه کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ دا مظاهره په داسې حال کې کړې ده چې په ژوب کې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې شوې دي او پرضد یې ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي دي.

د ژوب انتظامیه وايي، د جولای پر دویمه د بلوچستان په شېراني ضلع کې وسلوالو پر یوې پوستې برید وکړ چې پکې درې پولیس او د سرحدي ځواک یو سرتېری ووژل شول.

د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

تر هغې وروسته د شېرانیو اوسېدونکو درې مړي ژوب ته ولېږدول او هلته یې احتجاجي پرلت وواهه چې تر شاوخوا دوو اوونیو پورې روان وو.

له دې پرته، د جولای پر ۱۲مه د ژوب پر پوځي چاوڼۍ په وسلوال برید او بیا په نښته کې نهه پوځیان او پینځه مشکوک وسلوال ووژل شول.

پر چاوڼۍ د حملې ذمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې ومنله.

XS
SM
MD
LG