پښتون ژغورنې غورځنګ د جولايي پر ۳۰مه د بلوچستان په هرنايي کې د ترهګرۍ، بدامني او د لادرکه کسانو موندلو لپاره احتجاجي جلسه کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين، د جنوبي وزیرستان پارلماني استازی او د غورځنګ مخکښ علي وزیر او نور ګڼ کسان په جلسه کې د ګډون لپاره هلته تللي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي چې دا احتجاجي جلسه به د هرنايي په ګنج لوبغالې کې مازيګر څلور بجې پیلېږي.
دوی د دې جلسې په ایجنډا کې یو شمېر غوښتنې وړاندې کړې دي. په دې کې په پښتنو سيمو کې رياستي پاليسیو ته بيا کتنه، د خالق داد بابړ په وژنه کې د ککړو کسانو نیول، د پښنتو په سيمو کې مېشتو خلکو ژوند خوندي کول، د سپريم کورټ او صوبايي کابيني فيصلو په رڼا کې په ټولو پښتون او بلوڅ سيمو کې د اېف سي ځواک پوستې ختمول او ورک کسان په سمدستي توګه خوشې کول شامل دي.
د پاکستان پوځ او د بلوچستان حکومت هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې ټینګار کړی دی چې امنیتي او استخباراتي ادارې له قانون سره سم کارونه کوي.
بلخوا په پاکستان کې د ورکو کسانو د موندلو لپاره جوړ کمېشن وايي، د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د ۵۳۳ نورو کسانو د لادرکه کېدو پېښې ثبت کړي دي.
کمېشن د جولای پر شپږمه مشال راډیو ته په ورکړیو معلوماتو کې ویلي چې د ۲۰۲۳ز کال په مارچ میاشت کې تر ټولو زیات ۱۴۱ کسان ورک شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دا جلسه په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې تر ټولو زیات په هرنايي کې د نا امنۍ پېښې رامنځ ته شوې دي.
په دې پېښو کې زیاتره هغه دې چې د سکرو یا کویلې پر کاروبار داسې بریدونه شوي چې په لوړه کچه مالي تاوانونه یې اړولي دي.
د هرنايي او زیارت عوامي اتحاد د دې پېښو پرضد د جولايي پر ۱۷مه لومړی د کوټې په ښار کې لاریون او بیا د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتتجاج کړی وو.
دوی غوښتنه کړې وه چې "په سیمه کې دې ترهګري، بدامني او باج اخیستنه بنده شي او په زیارت پېښه کې اغیزمنو شویو کسانو ته دې معاوضه هم ورکړل شي."
هغه احتجاج له هغه وروسته شوی وو چې د جون پر ۲۶مه وسلوالو د زیارت په مانګي سیمه کې په سکرو بار ۱۱ ټرکونه وسوځول او وروسته یې د هرنايي د انتظامي مشر پر ګاډي ډزې هم وکړې.
د پېښې ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه.
د سکرو پر کاروبار دا لومړی برید نه وو بلکې د ۲۰۲۳م کال د جون پر لومړۍ نېټه هم په هرنايي کې وسلوالو د کویلې لږ تر لږه ۴۲ لارۍ په نښه کړې وې.
د هغې پېښې ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه. له پاکستانه بېلتون غوښتونکې دا وسله واله ډله دریځ لري چې دا وسایل د بلوچستان دي او باید پنجاب ته انتقال نه کړل شي.
پاکستان او امریکا دواړو له کلونو راهسې فعاله دا ډله ناقانونه او ترهګره ګرځولې ده.
د بلوچستان په هرنایي کې د سکرو او نورو معدنیاتو کانونه دي. هلته د ناامنۍ پېښي کېږي چې امنیتي سرتېري او عام وګړي او کویله وړونکي ګاډي پکې په نښه کېږي چې پر ضد یې مخکې هم مظاهرې شوې دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو د جون پر نهمه نېټه په دې اړه مشال راډیو ته ویلي وو چې د جون پر لومړۍ نېټه او تر هغه وړاندې بریدونه ټول د ترهګرو کار دی.
نوموړي زیاته کړې وه چې "ترهګر" بریدونه کوي او حکومت د ولس د ژوند او مال خوندي کولو هڅه کوي خو د ده په وینا، ولس باید د ریاستي امنیتي ادارو ملاتړ وکړي.