د بلوچستان یو قبایلي مشر علي مردان ډومکي د صوبې د نګران اعلا وزیر په توګه نومول شوی دی.
د حکومت او اپوزېشن پارلیماني کمیټي د اګست پر ۱۷مه ناوخته په خپله شریکه غونډه کې پرېکړه کړې چې د سبۍ اوسېدونکی قبایلي مشر علي مردان ډومکي به نګران اعلا وزیر وي.
دا غونډه د بلوچستان اسمبلۍ د اسپیکر جان محد جمالي په مشرۍ کې شوې ده. په غونډه کې د ختم شوي حکومت له خوا سردار عبدالرحمان کېتراڼ او زمرک خان اڅکزي او د اپوزېشن له خوا یونس عزیز زهري ، عبدالواحد صدیقي او حاجي نواز کاکړ ګډون کړی وو.
تلونکي اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو د سکايپ له لارې په یاده غوڼده کې برخه اخیستې وه.
د غونډې تر پرېکړې وروسته د اعلا وزیر په توګه د علي مردان ډومکي نوم د منظورۍ لپاره صوبايي ګورنر عبدالولي کاکړ ته لېږل شوی او هغه منظور کړی دی.
د کورنر له دفتره په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې عبدالولي کاکړ د اعلا وزیر په سپارښتنه علي مردان ډومکي د بلوچستان نګران وزیر منلی دی.
خبرپاڼه لیکي چې نوموړی به ډېر زر د خپلې دندې سوګند پورته کړي او خپله کابینه به اعلان کړي خو په دې اړه تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې دا مراسم به کله ترسره کېږي.
دا له هغه وروسته ده چې اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو او د اپوزېشن مشر ملک سکندر ایډوکېټ د نګران اعلا وزیر لپاره پر یوه نامه سره سلا نه شو.
علي مردان ډومکي د بلوچستان د سبۍ ضلعې د لهړي سیمي اوسیدونکی دی. هغه د پخواني سېنېټر حضور بخش ډومکي زوي او د بلوڅ ملت پاله مشر نواب اکبر بګټي لمسی دی.
علي مردان لومړۍ زده کړې له کوټې او لوړې زده کړې له کراچۍ او علامه اقبال اوپن یونیورسټۍ څخه ترلاسه کړې دي. نوموړی د تحصیل لهړي ناظم او د سبۍ ضلعې ناظم پاته شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د وفاق تر څنګ د ملک په نورو صوبو کې هم اسمبلۍ ماتې شوې دي او د نګران حکومتونو جوړېدو چارې روانې دي.
په پاکستان کې د ایین له مخې، د اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته باید په ۹۰ ورځو کې عام انتخابات ترسره شي خو دا ځل لا هم باوري نه ده چې داسې به وشي او که نه.
هغه ځکه چې د انتخاباتو کمېشن وايي په دومره لنډه موده کې د ۲۰۲۳م کال د سرشمېرنې له مخې د نویو حلقه بندیو چارې وخت اخلي.
دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان سپریم کورټ هم امر کړی چې د انتخاباتو کمېشن دې پر وخت او شفافې حلقه بندۍ وکړي.
په پاکستان کې تېر عام انتخابات د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه ترسره شوي وو او د اسمبلۍ موده د ۲۰۲۳م کال د اګست پر ۱۳مه پای ته رسېدلې وه.