د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم په خيبر ضلع کې د ابوذر اپريدي د وژنې د پېښې پرضد احتجاج کړی دی


د علي مسجد په بريد کې اېډېشنل تاڼېدار وژل شوی وو. پخوانی انځور
د علي مسجد په بريد کې اېډېشنل تاڼېدار وژل شوی وو. پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا په خيبر ضلع کې د پوليسو له خوا د ابوذر اپريدي په نوم کس د وژنې د پېښې پرضد پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي خلکو احتجاج کړی دی.

د صوبې د پوليسو د ترهګرۍ مخنيوي څانګې (سي ټي ډي) دعوه کړې چې د اګست پر ۲۶مه نېټه يې د ابوذر اپريدي په نوم يو "وسلوال" د جمرود تحصيل په سور کمر سيمه کې د "نښتې پر مهال" وژلی، د هغه مړی يې روغتون ته تر وړلو وروسته کورنۍ ته سپارلی دی.

خو کله چې د جولای پر ۲۵مه نېټه پر علي مسجد وشو نو د هغه وروسته پوليسو او سي ټي ډي دعوه کړې وه چې ابوذر اپريدی يې د ځانمرګي بريدګر د سهولتکار په تور د پېښې له ځای څخه ګرفتار کړی دی.

نوموړی د لنډي کوتل د سلطان خېلو اوسېدونکی دی اوکورنۍ يې دعوه کوي چې "پوليسو په جعلي مقابله کې وژلی دی." د پېښې پرضد پښتون ژغورنې غورځنګ او سياسي اتحاد د احتجاج په توګه د خيبر درې لویه لار وتړله او د ابوذر مړی يې د سړک په مینځ کې کښېښود. دوی وويل چې پوليسو ابو‌ذر د جولای پر ۲۵مه نېټه ګرفتار کړی وو او چې د دوی په ولکه کې وو نو بیا څنګه له دوی سره په نښته کې وژل شوی دی.؟ دوی وروسته احتجاج ختم کړ او ابوذر يې په سلطان خېلو کې ښخ کړ.

د علي مسجد په ځانمرګي کې د جمرودو د پوليسو اېډېشنل تاڼېدار عدنان اپريدی وژل شوی وو. د پېښور پولیسو د جولای پر ۲۸مه په بیان کې ویلي ول چې د جولای پر ۲۵مه د انصار افغاني په نوم یو کس د جمرود په غار اوبو کلي کې د جومات دننه ځانمرګی برید کړی وو.

د سي ټي ډي لوړپوړي چارواکي سهېل خالد د اګست پر نهمه په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال دعوه وکړه چې ځانمرګی بریدګر د انصار افغاني په نوم یو کس کړی وو چې په ناقانونه توګه د تورخم له لارې پاکستان ته اوښتی وو او په خیبر کې یې له خپلو ملګرو سر د برید پلان جوړ کړی وو.

د پولیسو په رپورټ کې د افغاني په ګډون د پینځو نورو مشکوکو وسلوالو نومونه هم شامل دي. په هغه رپورټ کې راغلي ول چې د ابوذر اپرېدي په نوم یو کس د افغاني مرستیال وو چې پولیسو د برید پر مهال نیولی وو. له دې پرته پوليسو په حمله کې لاسرلو په تور د عبدالله شلماني، کمانډر ایوب او کاشف نومي کسانو ضد هم مقدمه دایره کړې وه.

د پولیسو په بیان کې دعوه شوې وه چې ابوذر اپرېدي ځانمرګي بریدګر ته د بارودو واسکټ وراغوستی وو او غوښتل یې چې د پولیسو د ګزمې ګاډی په نښه کړي خو هدف ته و نه رسېدل.

هغه مهال پوليسو دا دعوه هم کړې وه چې ابو‌ذر اپرېدي ورته په لومړي بیان کې ویلي چې د برید پلان یې د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په وینا تیار کړی وو.

XS
SM
MD
LG