د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت د مزدورانو میاشتنۍ مزدوري زیاته کړې


پخوا مزدورانو ته د میاشتنۍ دياړي حد لږترلږه  ۲۶،۰۰۰ روپۍ ټاکل شوی وو. پخوانی انځور
پخوا مزدورانو ته د میاشتنۍ دياړي حد لږترلږه  ۲۶،۰۰۰ روپۍ ټاکل شوی وو. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت په هېواد کې زیاتېدونکې ګرانۍ ته په کتو د صوبې د مزدورانو میاشتنۍ مزدوري لږترلږه ۳۲،۰۰۰ روپۍ ټاکلې ده.

دا پرېکړه د سېپټېمبر پر شپږمه د لنډمهالي اعلا وزیر محمد اعظم خان په مشرۍ د نګرانې کابینې په غونډه کې شوې ده.

حکومت تر غونډې وروسته په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې پخوا مزدورانو ته د میاشتنۍ مزدورۍ حد لږترلږه ۲۶،۰۰۰ روپۍ ټاکل شوی وو چې اوس يې ۳۲،۰۰۰ روپیو ته لوړوي.

په پاکستان کې د خوراکي او د ورځنیو اړتیاوو د نورو توکو بیې په پرله پسې توګه زیاتېږي. د هغه هېواد د شماریاتو ملي ادارې څو ورځې وړاندې په راپور کې ويلي ول چې د اګست په میاشت کې د افراط زر یا انفلېشن کچه څه باندې ۲۷ فیصده وه. د انفلېشن لوړېدو له کبله ګراني هم زیاتېږي.

په حکومتي بیان کې دا هم ويل شوي چې کابینې د پوځي عملياتو له کبله د شمالي وزیرستان اغېزمنو کاروباریانو ته هم د ځانګړې مرستې ورکول منظور کړي دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون میاشتې له ۱۵مې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.

د عملیاتو پر مهال د میرامشا، میرلي او دته خېلو درې لوی بازارونه ړنګ شوي ول. په ۲۰۱۶ز کال کې چې د سیمې د خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو نو د شاوخوا دوو کلونو په موده کې انتظامیې او پوځ د میرامشا او میرلي د بازارونو څه برخې بیا ورغولې. د دې تر څنګ ځايي وګړو هم په خپل لګښت نوي مارکېټونه جوړ کړل خو د دته خېلو بازار لا هم نه دی رغېدلی.

حکومت تر عملیاتو وروسته ژمنه کړې وه چې د بیارغونې او پرمختیايي چارو تر څنګ به اغېزمنو خلکو ته د دوکانونو او کورونو معاوضې ورکوي.

خو د سیمې کاروباریان او چارواکي وايي، د میرلي ټولو دوکاندارانو معاوضې ترلاسه کړې دي خو د میرامشا نیمايي او د دته خېلو ټول دوکانداران او د ځمکې مالکان لا پاتې دي.

XS
SM
MD
LG