په مراکش کې یوې زورورې زلزلې په سلګونو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د سېپټېمبر په اتمه نېټه ناوخته د شپې راغلې په دغه زلزله کې د اطلس له غرییزې سیمې نه نیولې تر تاریخي ښار ماروکیش پورې په یو شمېر کلیو کې ودانیو ته زیانونه رسېدلې دي.
د سېپټېمبر په نهمه د مراکش د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په زلزله کې لږ تر لږه ۸۲۰ کسان وژل شوې دي او ۶۷۲ نور ژوبل کسان یې روغتونونو ته رسولې دي. یاد وزارت لیکلي چې زیاتره مرګ ژوبله په ښارونو او کلیو کې مخې ته راغلې ده.
عیني شاهدان وايي، زلزله ډېره وېروونکې وه. یوې مېرمنې ایسوسي ايټډ پریس ته وویل، د یو لوی ټکان له حس کولو سره له کوره وتښتېده. یو بل تن همدې اژانس ته وویل، هغه ویده وو چې د زلزلې پیاوړې جټکې له خوبه ویښ او د باندې تښتېدو ته اړ کړ.
راپورونه وايي، د مراکش په تېر ۱۲۰ کلن تاریخ کې داسې زلزله نه وه لیدل شوې.
د امریکا د ځمکپوهنې اداره (جیولاجیکل سروې) د رپوټ له مخې د زلزلې زور شپږ اعشاریه اته درجې وو.
دغه زلزله تېره شپه پر ځایي وخت ۱۱ منټه د پاسه ۱۱ بجې راغلې وه چې تر څو سېکنډونو پورې وه او له زلزلې وروسته د کمې درجې نورې جټکې هم محسوسې شوې دي.
راپورونه وايي، ژغورنونکې ډلې د پرېوتو ودانیو د ملبې لاندې د ژوبلو تنانو او همدا رنګه د وژلو شویو کسانو د جسدونو په لټون بوخت دي.
د زلزلو د چارو پوهان وېره څرګندوي چې د مرګ ژوبلې شمېره به د اوسنۍ هغې څخه ډېره لوړه شي ځکه چې ډېرې ودانۍ داسې دي چې راپرېوتي او خلک ترې نه لاندې ایسار پاتې دي.
ایسوسي ایټډ پریس خبري اژانس د لندن د یونیورسټي کالج د پروفېسر بیل مک ګوایر له خولې لیکلی، ستونزه دا ده چې په کومو سیمو کې چې زلزلې ډېرې نه کېږي، هلته خلکو کورونه داسې مظبوط نه وي جوړ کړي چې د زلزلو مقابله وکړی شي نو ځکه د زیاتو تلفاتو اوښتو وېره لیدل کېږي. نوموړی وايي، د داسې لویو زلزلو نه پس نورې تعقیبې وړې زلزلې هم مخې ته راځي چې له وجې یې وار له مخې زیانمن شوي څایونه لا نور زیانمن کېږي.
په ټولنیزو رسنیو کې ځیني ویډیو کلېپونه خپاره شوي چې پکې خلک د زلزلزې له سیمې په منډه لیدل کېږي او نږدې جامع مسجد ته ځانونه رسوي. په ځینو ویډیوګانو کې هغه سور دیوال هم په جزوي توګه په وران حالت کې ښودل کېږي چې د تاریخي زاړه ښار ماروکیش نه چاپېره دی او دا دیوال د یونیسکو په تاریخي ورثو کې شامل دی.
بل پلو د نړۍ اکثرو هیوادونو له مراکش سره د خواخوږۍ او ملاتړ اعلانونه هم کړي دي. د جرمني وزیراعظم اولاف شولز، د هند وزیراعظم نریندرا مودي او همدا رنګه د ملګرو ملتونو ویاند د مراکش حکومت ته ډاډ ورکړی چې د ازمون په دې ګړۍ کې ورسره ولاړ دي.