د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت تېل نور ګران کړل


نوي نرخونه سر له ننه (د سېپتېمبر له ۱۶مې) عملي کېږي ـ پخوانی انځور.
نوي نرخونه سر له ننه (د سېپتېمبر له ۱۶مې) عملي کېږي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت د سېپټېمبر پر ۱۵مه ماښام ناوخته د پيټرولو بیه د لیټر په سر ۲۶ روپۍ ګرانه کړه.

د پاکستان د خزانې وزارت د جمعې په ماښام پر اېکس د خپور کړي بیان کې ویلي چې په نړیوال بازار کې د تېلو نرخونو د زیاتېدو له وجې بیې زیاتوي.

د بیان ترمخه پیټرول ۲۶،۰۲ او ډیزل ۱۷،۳۴ روپۍ ګران شوي دي. د دې سره په پاکستان کې د پیټرولو او ډیزلو نرخونه د ریکارډ تر کچې لوړ شوي دي. له دې سره د پیټرولو یو لیټر بیه ۳۳۱،۳۸ او د ډیزلو یو لیټر نرخ ۳۲۹،۱۸ ته لوړ شوی دی.

حکومت په تېرو څو میاشتو کې څو وارې د تېلو، برېښنا او ګېس نرخونه زیات کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې خلکو د ګرانۍ او د بجلۍ په بیلونو کې د زیاتوالي په غبرګون کې پراخې مظاهرې پیل کړې دي.

په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې حکومت د برېښنا او تېلو پر سر ولس ته ورکوونکی رعایت په دوامداره توګه کم کړی دی او وايي چې دا کار د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور د شرطونو پوره کولو لپاره اړین دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG