د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوالانو او پلویانو او سوداګرو د سېپټېمبر په ۲۱مه په کوټه کې پر کاروبارونو د ګمرک یا کسټم چارواکو د چاپو پر ضد مظاهره کړې ده.
د کسټم ودانۍ مخې ته ورغونډو شویو مظاهرچیانو وویل چې چاپې ناقانونه دي. د سوداګرو د ټولنې مشر عبدالرحیم کاکړ مشال راډیو ته وویل چې د کسټم ادارې کارکوونکو په وروستیو کې له یو مارکېټه سامان وړی دی:
"دا د کسټم والاوو له ننه درې ورځې مخکې پر مېني مارکېټ باندې یې د شپې پر درو بجو یو چاپه وهلې وه. زموږ قانوني مالونه یې وړي دي."
نوموړی وړاندې وايي، که څوکیدارانو دوی ته اطلاع نه وای کړې او دوکانداران شپه په شپه مارکیټ ته نه وای رسېدلي، کسټم والاوو به ټول مارکیټ خالي کړی وای.
د یادې مظاهرې په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي ویاند کبیر افغان د سېپټېمبر په ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، دوی د حکومتي ادارو لخوا د ولس د ځورولو خلاف راوتلي دي: "موږ د کسټم والوو د چاپو، د واپډا او د ګیسو د محکمو لخوا د ناروا بیلونو، د پولیسو لخوا د افغان کډوالو د ځورولو، د بدامنۍ او د ولسي ځمکو د قبضه کولو خلاف راوتلي یو."
مظاهرچیانو خبرداری ورکړ چې که پر دوکانونو چاپې و نه درېدې نو په پراخ احتجاج به لاس پورې کړي، پرلتونه به ووهي او پهیه جام هړتال به وکړي.
د بلوچستان حکومت لا د مظاهرې د ګډونوالو د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. خو د پاکستان لنډمهالي حکومت په وروستیو کې د کسټم او نورو اړوندو ادارو چارواکو ته د قاچاقي موادو پر ضد د اقداماتو کولو امر کړی وو.