د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم کې د نوي ټرمینل او سړک جوړولو پروژه د ځنډ ښکار شوې ده


په تورخم کې بار وړونکي ګاډي د سړک په غاړه ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
په تورخم کې بار وړونکي ګاډي د سړک په غاړه ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت کوونکي وایي چې پر تورخم لاره د ټرانزېټ سوداګرۍ د انتظام ټولیز نظام (اینټيګرېټېډ ټرانزېټ مینېجمنټ سېسټم) پروژې چارې د ځنډ ښکار دي.

د کسټم (ګمرک) چارواکي وایي، له هغې پروژې سره سم په تورخم کې عصري یا جدید ټرمینل، اډې، پراخ سړکونه، د ګاډو درېدو ځایونه او دفترونه جوړېږي او د دې لپاره د اسیا پرمختیایي بانک نېږدې ۱۶ اربه روپۍ ورکړې دي.

تر دې وړاندې چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې هغه پروژه به سږ کال د جولای په میاشت کې بشپړه شي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې تجارتي خونې یو مشر شاهد خان د اکتوبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې د پروژې د چارو ځنډېدو له وجې د دواړو هېوادونو ترمینځ کاروبار هم کم شوی دی. "پخوا به پر تورخم د ورځې څه باندې ۱،۸۰۰ ګاډي افغانستان ته تلل خو اوس د دې منصوبې د تعمیراتي چارو د [ځنډېدو] له وجې ځینې وخت دا شمېره ۳۰۰ ګاډو ته ټیټه شي."

په تورخم کې د رسد او تعمیراتي چارو ادارې (نیشنل لاجسټک سېل) مشر او پخواني کرنل عزیز خټک د اکتوبر پر درېیمه نېټه مشال راډيو ته وویل چې د پروژې ۸۰ سلنه کار بشپړ شوی خو د دواړو هېوادونو ترمینځ د وروستي تاوتریخوالي او کړکېچ له وجې پروژه د ځنډ ښکار شوې وه چې اوس یې چارې بیا پیل شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG