د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا یعقوب مجاهد: له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه "غیر عادلانه" ده


په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزير ملا محمد يعقوب مجاهد د وينا پر مهال ــ پخوانی انځور
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزير ملا محمد يعقوب مجاهد د وينا پر مهال ــ پخوانی انځور

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه "غیر عادلانه" بللې ده.

مجاهد نن (د اکتوبر پر پينځمه) په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له ملګرو ملتونو، د پاکستان له ولس او دیني علماوو غوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت له خپلې پریکړې راوګرځوي. "د پاکستان حکومت چې د افغانانو په هکله کومه پرېکړه کړې ده، چې کډوال به د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه وځي، دا پرېکړه موږ غندو، دا پرېکړه غیر عادلانه او بې انصافه پرېکړه ده."

د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ټولو اسناد نه لرونکو افغانانو ته د نومبر تر لومړۍ پورې د هېواد پرېښودو امر کړی وو.

نوموړي زياته کړې وه چې وويل چې له هغې نېټې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې ناقانونه کډوال په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي.

د پاکستان حکومتي چارواکي وايي چې د سېپټېمبر له نهمې راهیسې یې په یوشمېر ښارونو کې تر ۱،۰۰۰ زیات افغانان نیولي دي چې خپل هېواد ته به يې ستنوي.

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د اکتوبر پر درېیمه په بیان کې وویل چې په پاکستان کې لږترلږه څلور افغانان تر ګرفتارۍ وروسته مړه شوي دي.

په بیان کې دا نه دي راغلي چې د هغو افغانانو د مړینې لامل څه وو خو په تېرو وختونو کې د سیند په زندانونو کې هم ځینې ناروغه افغانان مړه شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د پاکستان د حکومت دا پرېکړه نامناسبه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن ايچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر کې ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG