د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځانګړی رپورټ: د بلوچستان په کالجونو کې د پوهنتون ډګرۍ ورکولو پروګرام ته کتنه


د بلوچستان انفارمېشن ټېکالوجي پوهنتون د فراغت دستورې انځور.
د بلوچستان انفارمېشن ټېکالوجي پوهنتون د فراغت دستورې انځور.

د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو د کالجونو استادان وايي، په یادو سیمو کې د غربت او له کوټې ښار څخه د لرې والي له کبله زیاتره زده کوونکي تر کالج وروسته زده کړې پرېږدي.

د دوی په وینا، دا زده کوونکي دومره وس نه لري چې د پوهنتونو لوړ فیسونه او له کوره لرې په هاسټلونو (لیلیو) کې د اوسېدو خرڅې برابرې کړي.

د استادانو په وینا، حکومت ته پکار ده چې په کالجونو کې د پوهنتون په څېر ډګرۍ ورکوونکي پروګرام ته پام زیات او د هغه لپاره ضروریات پوره کړي.

د دې هدف ترلاسه کولو لپاره په کالجونو کې د څلور کلنو زده کړو په پای کې د پوهنتون ډګرۍ ورکولو پروګرام په ۲۰۱۵ز کال کې د کوټې له کالجونو پیل شو او په ۲۰۱۷ز کال کې د صوبې نورو ضلعو ته هم وغځول شو.

تمه کېده چې دا پروګرام به په ځانګړې توګه لرې پرتو سیمو ته ډېره ګټه ورسوي.

خدایداد جوګیزی هره شپه بچیو ته چیغکه غږوي او بیا یې سبق ته کښېنوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:30 0:00

د بېلګې په توګه، موساخېل د بلوچستان له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۴۲۰ کلومیټره لرې د پنجاب پر پوله پرته هغه پښتون مېشته ضلع ده چې دا وخت نژدې دوه لاکه ابادي لري.

د تعلیم وزارت پر ووبپاڼه لیکلي چې په دې ضلع کې دوه ډګري کالجونه دي چې یو د نجونو او بل د هلکانو لپاره دی او د هلکانو لپاره په یاده ضلع کې دوه انټر کالجونه يا تر دوولسم صنف پورې د زده کړو پونځۍ هم شته.

خو د موساخېل کالج استاد میرحسن موساخېل وايي، هلته یوازې ډګري کالج يا څوارلسم صنف پورې د زده کړو پوهنځۍ شته چې د ده په وینا، د نورو ضلعو د کالجونو په څېر فعالیت او وسایل نه لري.

ده وویل، د موساخېل په کالج کې له تېرو دوو کلونو راهیسې یوازې د بي اې او بي اې سي پر ځای د (اې ډي اېس) یا اسوسیېټ ډګري اف ارټس لپاره درسونه ورکول کېږي.

ده وویل، د موساخېل له کالجه فارغ شوي زده کوونکي پر دې مجبور دي چې د لوړو زده کړو لپاره یا صوبايي مرکز کوټې او یا هم د ملک نورو ښارونو ته ولاړ شي.

"د موساخېل کالج ته د بي اېس پروګرام ډېر زیات ضرورت دی، که دا دلته پیل شي نو ضلعې ته به ډېره ګټه ورسوي، هغه ځکه چې له موږ هم کوټه لرې ده او هم د پنجاب ملتان او لاهور ډېر لرې دي. خو تر اوسه د موساخېل په کالج کې د بي اېس پروګرام نه شته."

تر موساخېل وروسته ژوب د بلوچستان هغه پښتون مېشته ضلع ده چې له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۳۳۶ کلومیټره لرې د خیبر پښتونخوا پولې ته څېرمه پرته ده.

د زده کوونکو د شمېر زیاتولو لپاره د هرې ضلعې په کچه کمپاین ترسره کوو.
پروفيسر کلیم الله زاهد

د تعلیم وزارت پر ووبپاڼې ليکل شوي، په څه باندې درې نیم لاکه ابادۍ لرونکې ضلع ږوب کې د هلکانو لپاره یو ډګري کالج او د نجونو لپاره یو انټر کالج دی.

د ژوب ډګري کالج استاد پروفیسر سلیم مندوخېل وايي، که څه هم د ږوب په کالج کې د بي اېس پروګرام لپاره داخلې رواني دي خو د ده په وینا، دوی ته ممکنه نه ده چې د دې ډګرۍ تر پایه دې زده کوونکو ته درسونه ورکړل شي.

ده وویل، په دې لړ کې د وسایلو او د استادانو د اړوند وړتیا په څېر دوې داسې ستونزې دي چې سترګې ورباندې نه شي پټېدای.

نوموړي د بي اېس پروګرام لپاره د اړینو وسایلو د وضاحت کولو پر وخت وویل:"په دې پروګرام کې باید د پوهنتون د کچې اکېډمک بلاک وي، باید له سامانه ډکې لیبارټرۍ وي، باید ډیجیټل کتابتونونه وي، باید درسخونې یا کلاس رومز وي او باید د ټیټې درجې کارکوونکي وي."

پروفیسر سلیم مندوخېل وویل، د دې پروګرام په وړاندې بله او مهمه ستونزه دا ده چې د کالج استادانو تعلیمي سویه او روزنه هغسې نه وي لکه څنګه چې د پوهنتون د استادانو وي.

"دا بي اېس خو یو د لوړې درجې ډګري ده، له څلورم سیمسټره وروسته په دې کې تیسیز او څېړنې راځي، نو د دې لپاره داسې استادان په کار وي چې اېم فل او پي اېچ ډي یې کړې وي خو د کالج استادان یوازې ساده اېم اې او اېم ایس سي کړې وي، هغوی قابل وي خو تعلیمي سویه یې دومره نده چې له څلورم او پنځم سیمسټره وروسته زده کوونکو ته درس ووايي."

له کوټې پر شاوخوا ۲۶۰ کلومیټره پرته څه باندې دوه لاکه ۷۰ زره ابادي لرونکې ضلع لورالايي د نجونو او هلکانو لپاره یو یو ډګري کالج او د هلکانو لپاره یو انټر کالج هم لري.

د ډګري کالج لورالايي استاد عبدالرحمان ځیرک وايي، هلته هم د بي اېس پروګرام ځکه د تمې مطابق ګټه ونه رسوله چې د ده په وینا، د تعلیم ادارې ورته سنجولی پلان نه درلود.

ده وویل، یو پلو د وسایلو او په ضروري تعلیمي سویه سمبال استادانو کمی وو او بل زده کوونکو هم په دې پروګرام کې د پام وړ دلچسپي وا نه خیسته.

"دې پروګرام هغه نتیجې ورنکړې چې یا زموږ تمه وه او یا د هغو خلکو تمه وه چې دا پروګرام یې راوړ، د لرې پرتو سیمو زده کوونکو او په ځانګړې توګه نجونو لپاره چې هغوی د پوهنتون درجې ډګرۍ ترلاسه کړي، خو زموږ هغه ارمان پوره نه شو."

عبدالرحمان ځیرک وویل، دا د بلوچستان بدمرغي ده چې په ځانګړې توګه د تعلیم لپاره پکې نه ښې تګلارې وي او نه هم پر شته تګلارو په دوامداره توګه عمل کېږي.

"بلوچستان د تعلیم په حواله یو تجربه ګاه ده،‌ هر څوک چې راځي، هغوی پکې خپلې تجربې کوي، په پالېسیو کې پیوستون نه شته."

د بلوچستان د لکچرر او پروفیسر اسوسیېشن مشر پروفیسر طارق بلوڅ وايي، په بلوچستان کې د تعلیم څانګې ته هغسې پام نه کېږي لکه څنګه چې د ملک نورې صوبې کوي.

ده وویل، په بلوچستان کې چې کله انټر کالج جوړېږي نو د یو پرایمري سکول په څېر لومړی دوې کوټې جوړې شي، بیا یې چاردېواري جوړه شي او هم داسې یې نور کارونه وخت اخلي‌ او شاوخوا ۲۰ کله وروسته دا د یو کالج بڼه خپله کړي.

د ده په وینا، بلوچستان د تعلیم په ډګر کې د مخه وړلو لپاره ضروري ده چې حکومتونه نه یوازې د وخت ضرورت پوره کوونکې تګلارې جوړې کړي بلکې یو په بل پسې راتلونکي حکومتونه د دې تګلارو بدلولو پر ځای د هغوی تسلسل وساتي.

"زما په فکر د دې لپاره د بي‌ اېس پروګرام ډېر ګټور دی، له هم دې لارې د نقل کولو مخه نیول کېدای شي، او بل دا سمیسټر نظام دی نو د زده کوونکو د غیرحاضریو مخه نیول کېدای شي او هم داسې استادان له غفلته کار نشي اخیستلای، هغه ځکه چې سمیسټر نظام دی او دوی مجبور دي چې هر څه پر خپل ټاکلي وخت ورته ووايي."

پروفیسر طارق بلوڅ زیاته کړه، دا وخت په ټوله صوبه کې شاوخوا اووه زره زده کوونکي په بي اېس پروګرام کې داخل دي. خو د ده په وینا، که حکومت دا پروګرام نور جدي واخلي نو د برخه والو شمېره یې لسګونه زرو ته پورته کېدای شي.

د بلوچستان د کالجونو ادارې مشر پروفیسر کلیم الله زاهد مشال راډیو ته وویل، د تعلیم وزارت دې پروګرام ته ډېره توجه کړې ده. د ده په وینا، دا پروګرام یې لومړی د کوټې له کالجونو پیل کړی وو، خو اوس یې د صوبې ټولو ډګري کالجونو ته غځولی دی.

پروفیسر زاهد زیاته کړه چې د قلات او حب کالجونو وار له مخه فارغه شویو زده کوونکو ته ډګرۍ هم ورکړې دي.

"دا پروګرام لومړی په ۲۸ کالجونو کې وو،‌ او اوس د صوبې په ټولو یانې ۴۸ ډګري کالجونو کې فعال دی. موږ له زده کوونکو د میاشتې درې زره روپۍ اخلو هغه هم کې وي، وي‌ او که نه وي، نو نه وي."

پروفیسر کلیم الله زاهد زیاته کړه چې د زده کوونکو د شمېر زیاتولو لپاره د هرې ضلعې په کچه کمپاین ترسره کوي.

نوموړي د دې پروګرام لپاره په کالجونو کې د اړوند ضرورتونو په اړه وویل، دا ټول ډګري کالجونه تر څلورم سميسټره وسایل لري او له هغه وروسته دوی ورته بندوبست کړی دی.

"تر څلورم سميسټره خو زموږ وار له مخه موجودې لیبارټرۍ کار کوي، تر هغه وروسته ضرورتونو لپاره ورته حکومت پراخ رقم بېل کړی دی او تر کومه حده چې د موساخېل او یا داسې نورو ضلعو خبره ده نو هغوی تر اوسه پنځم سیمسټر ته نه دي رسېدلي، چې کله تر هغه ځایه ورسېږي نو ټول وسایل به ورکړل شي."

بلوچستان د رقبې له کبله د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده خو د تعلیم پوهانو په وینا، د حکومتي نامناسبې پاملرنې، پراخې رقبې او غربت له کبله په تعلیم کې تر ټولو صوبو وروسته پاته ده.

XS
SM
MD
LG