پېښور های کورټ د هغو افغان سندرغاړو د مقدمې اورېدنه کړې ده چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته کډه شوي دي او اوس وېره لري چې که د پاکستان حکومت یې افغانستان ته ستانه کړي نو ژوند به یې له خطر سره مخامخ شي.
د نومبر پر دویمه اورېدنه پر داسې مهال شوې ده چې له پاکستانه د بې اسناده بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، د ستنولو بهیر روان دی.
له هنرمندانو پرته یوشمېر افغان خبریالانو هم مشال راډیو ته ویلي دي چې که د قانوني اسنادو نه لرلو له امله افغانستان ته وشړل شي نو ژوند به يې له خطر سره مخامخ شي.
دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان حکومت د اکتوبر پر درېيمه په هغه هېواد کې مېشت ټولو اسناد نه لرونکو بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ته امر وکړ چې د میاشتې تر پای پورې دې په خپله خوښه ووځي، که نه تر هغې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې بې اسناده بهرنیان په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي.
د نومبر پر لومړۍ نېټه د پاکستان چارواکو له هېواده د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړ او په همدې حال کې په بلوچستان او سیند کې سلګونه افغانان نیول شوي دي او د خیبر پښتونخوا چارواکو ګڼې کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته لېږدولې دي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ګڼ داسې افغانان هم تللي دي چې له هغه ځایه اروپا او امریکا ته د تګ په انتظار دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.
د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.
د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.
عدالتي اورېدنه
په خیبر پښتونخوا کې یو ناحکومتي سازمان هنري ټولنه او څېړنیز مرکز مفکوره له افغان سندرغاړو سره مرسته کوي او مشرانو یې په دې لړ کې له اړوندو چارواکو سره هم لیدلي دي.
د هنري ټولنې مشر او سندرغاړي ډاکتر راشد خان د نومبر پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې عدالت د صوبې د څارنوال مرستیال ته وویل چې له کورنیو چارو وزارته دې سپیناوی وکړي چې بې اسناده افغان سندرغاړي د کوم قانون له مخې افغانستان ته ستنوي. "موږ عدالت ته خواست کړی دی چې فنکارانو او هنرمندانو ته په افغانستان کې خطر دی. د بشري همدردۍ پر بنیاد مو غوښتنه کړې ده چې د دوی معامله له عامو افغانانو بدله ده نو د دوی نومونه دې د ستنېدونکو افغانانو له فهرستونو څخه وباسي. که چېرې سبا له دوی سره په افغانستان کې څه وشي نو بیا به یې څوک ذمه وار وي؟"
د هنرمندانو او چارواکو دریځ
د څېړنیز مرکز مفکورې د معلوماتو له مخې، په پېښور کې ټول ۱۵۶ افغان سندرغاړي دېره دي.
د هغو هنرمندانو په استازیتوب درو سندرغاړو حشمت الله امېد، رفیع حنیف او حامد شهدايي پېښور های کورټ ته په درخواست کې ویلي دي چې حکومت دې یې نه باسي.
امېد مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر دویمه ټول هنرمندان د های کورټ اورېدنې ته ورغلي ول.
دی وايي، په افغانستان کې طالبانو پر موسیقۍ محدودیتونه لګولي دي "نو له عدالت او حکومته زموږ غوښتنه ده چې هنرمندانو ته دې اجازه ورکړي چې دلته پاتې شي او ژوند وکړي."
طالبانو له خپل واکمنېدو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو او موسيقۍ د بنديزونو تر څنګ يوشمېر نور محدوديتونه هم لګولي دي.
په دې اړه مو د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتي او فرهنګي چارو او د بشري حقونو له لنډمهاله وزیرانو سره د رابطې هڅه وکړه خو ورسره په خبرو و نه توانېدو.
البته د خیبر پښتونخوا د فرهنګي چارو د ریاست یا ډایرېکټرېټ مشر اجمل خان وايي چې د اطلاعاتي او فرهنګي چارو وزیر په دې اړه یوه کمېټي جوړه کړې چې د هغو افغانانو درخواستونه ارزوي چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي.
ده زیاته کړه چې په دې اړه د کورنیو چارو صوبايي وزارت په ګډون بېلابېلو ادارو ته لیکونه استولي دي. "موږ بېلابېلو سرکاري ادارو ته لیکونه هم استولي دي او هڅه کوو چې [د افغانانو لپاره] دلته څه بندوبست وکړي. اصل مسله دا ده چې د دې [کار] واک د کورنیو چارو له وزارت سره دی نو موږ ورسره په رابطه کې یو."
د یو اېن اېچ سي ار دریځ
د های کورټ دوو قاضیانو عبدالشکور او سید ارشد علي د نومبر پر لومړۍ نېټه د لومړۍ اورېدنې پر مهال د صوبايي څارنوال له مرستیال (ډېپټي اټارني جنرل) څخه دا سپیناوی هم وغوښت چې ایا د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) دا واک لري چې د حکومت له اجازې پرته نوي افغان کډوال رجسټر کړي؟
ټاکل شوې چې حکومتي څارنوال له وفاقي حکومته معلومات واخلي او بیا عدالت ته ځواب ورکړي.
خو په اسلام اباد کې د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر اپرېدی وايي چې پاکستان د کډوالو په اړه نړیوال کنونشن (کنوانسیون) نه دی لاسلیک کړی نو ځکه یې ادارې د کډوالو د ثبتولو خپل نظام تیار کړی دی. "پاکستان د ۱۹۵۱ز کال د مهاجرینو کنونشن نه دی لاسلیک کړی، نه یې تر لاندې د ۱۹۶۷ز کال پروټوکول لاسلیک کړی او نه ورسره داسې قوانین شته چې د مهاجر تعین وکړي. نو کله هم چې له خطر سره مخامخ څه خلک له پولو واوړي او ګاونډیو هېوادونو یا دلته پاکستان ته راشي او دلته د مهاجرو په اړه قانون نه وي نو بیا د هغو کسانو د کډوالۍ یا غیر مهاجر تعین یو اېن اېچ سي ار خپله کوي."
اپرېدی وايي چې پاکستان د کډوالۍ نړیوال کنونشن نه دی لاسلیک کړی خو د ولسي او سیاسي حقونو نړیوال کنونشن، د زور زیاتي د مخنیوي کنونشن او د ماشومانو د حقونو کنونشنونه لاسلیک کړي دي چې باید یې د بې اسناده وګړو د ایستلو پر مهال له پامه و نه غورځوي.
دی زیاتوي چې د پاکستان ایین هم دا وايي چې په هغه هېواد کې هر اوسېدونکی باید د ژوند کولو له حق او ازادۍ بې برخې نه شي.
د امریکا او ملګرو ملتونو په ګډون د پاکستان یوشمېر فعالانو، سیاستوالانو او ګوندونو هم له حکومته غوښتي چې د بې اسناده افغانانو د ستنولو له پرېکړې په شا شي.
د اکتوبر پر ۳۱مه د پاکستان د بشري حقونو پر کمېشن او تر دې مخکې د اکتوبر پر ۲۶مه ملګرو ملتونو پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.
دا راز، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د بخښنې نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (ای او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو خوندیتوب ته پام وکړي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو هم د غصې څرګندونه کړې وه.
بلخوا د پاکستان حکومت ويلي چې بې اسناده افغانان هغه هېواد ته امنیتي ګواښونه زېږولای شي.