په خیبر پښتونخوا کې فعالان وايي چې د هغې صوبې په بېلابېلو برخو کې په کورونو کې د وسلو ساتل او نمایش یې زیات شوی دی چې لامل یې له لسیزو راهیسې خراب امنیتي وضعیت دی.
دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت د کواټ په ځنګل خېلو سیمه کې دوو ماشومانو په خپل کور کې په تفنګچې (تمانچه هم بلل کېږي) لوبې کولې چې ورڅخه ډز وشو او دواړه ووژل شول.
د ځنګل خېلو تاڼېدار واجد خان د نومبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د هغه ډول پېښو ډېره ذمه واري د مور او پلار او د کورنۍد نورو غړو وي. "دا واقعه داسې شوې ده چې ۱۳ کلن عمران او د هغه ۱۰ کلن ورور عدنان له سکوله کور ته راغلل. کور کې تفنګچه پرته وه. دوی پرې لوبې کولې. په دې کې له عدنانه د تفنګچې ډز وشو عمران پرې ولګېد او مړ شو. بیا دی وارخطا شو چې مور، پلار به ورته څه وايي نو په ځان یې هم ډز وکړ او ځان یې وواژه. په دې کې لویه ذمه واري د والدینو ده چې تفنګچې ساتي او حفاظت یې نه شي کولی."
د ځنګل خېلو تاڼېدار زیاتوي چې هره میاشت ډېره غیرقانوني وسله نیسي او د ذمه وارو پر ضد کاروايي کوي خو بیا هم په ټولنه کې د وسلو خپرېدل دوام لري.
په ملاکنډ کې د ټولنیزو چارو پوه او لیکوال امجد شهزاد له تېرو څو کلونو راهیسې د وسلو د نمایش او د ماشومانو د لوبو د ټوپکو او تفنګچو پر ضد کیمپېن کوي.
نوموړی وايي، له یو لوري د ناامنۍ پېښې کېږي او له بل پلوه په ټولنه کې د وسلو په ساتلو کې بې احتیاطۍ تشدد زیات کړی دی. "بنیادي خبره دا ده چې که امن وای نو خلکو به وسلې نه ساتلې. بیا هم که مجبوري وي او وسلې ساتي، نو باید قانوني وي او له ماشومانو لیرې وي. د وسلو په اړه د خلکو د بې احتیاطۍ له کبله ډېر خلک ژوند بایلي خو څه په میډیا کې رپورټ کېږي او د [نورو] په اړه هېڅ خبر نه [خپرېږي]."
د خیبر پښتونخوا د نورو ضلعو په څېر هغو وسلو په صوابۍ کې هم مرګژوبله اړولې ده. هلته ځینې خلک د ځمکو اور نورو لانجو او دښمنیو له کبله په کور کې ساتلې وسلې کاروي چې مرګژوبله اړوي. د اګست په میاشت کې هلته د ونې پرې کولو پر سر نښته کې څلور وروڼه ووژل شول.
تشدد ډېر شوی دی او خلک مجبور دي چې د ځان د حفاظت لپاره وسله وساتي. د دې په نتیجه کې ډېرې بدې پېښې کېږي.سلیم خان
په صوابۍ کې یو ولسي او سیاسي مشر سلیم خان وايي چې په تېرو ۴۰کلونو کې د پښتنو اقتصاد په "جنګي اقتصاد" بدل شوی، ابادي ډېره شوی او د موبایل ټېلېفون او انټرنېټ راتګ نوي نسلونه د خپل دود دستور او ارښتونو څخه جدا کړي دي.
نوموړی وايي چې په تېرو درو کلونو کې په صوابۍ کې د تشدد په بېلابېلو پېښو کې تر ۲،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
د سلیم خان په وینا، د تشدد د پېښو زیاتېدو یوه وجه د نشه یي توکو استعمال هم دی چې د خلکو زغم او برداشت یې ختم کړی دی. "له بده مرغه، له هر چا سره وسلې دي. تشدد ډېر شوی دی او خلک مجبور دي چې د ځان حفاظت لپاره وسله وساتي. د دې په نتیجه کې ډېرې بدې پېښې شوې دي. د صوابۍ د پولیسو د شمېرو له مخې، د [۲۰۲۳ز] په سېپټېمبر کې په [ضلع] کې ۳۲۵ کسان وژل شوي دي."
پاکستانيو چارواکو هم په تېرو کلونو کې ټینګار کړی دی چې په تېرو لسیزو کې په سیمه کې د امنیت وضعیت خرابېدو او د قانون په نفاذ کې د مشکلاتو له کبله په هغه هېواد کې د وسلو ساتل او ناقانونه کاروبار زیات شوی دی.
چارواکي وايي چې په هغه هېواد کې د وسلو کاروبار په ۱۹۸۰ز لسیزه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د وسلوال مقاومت پر مهال پراخېده.
اسلام اباد دریځ لري چې تر ۲۰۰۱ز کال وروسته په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پرضد د جګړې په کلونو کې هم په پاکستان کې د وسلو کاروبار او په کورونو کې یې ساتل زیات شول.
په دې لړ کې د پاکستان حکومت په تېرو لسیزو کې په پخوانیو قبایلي ضلعو کې د وسلوالو ډلو پرضد تر عملیاتو وروسته له ولسي وګړو د وسلو ټولولو کیمپېونونه هم کړي دي او هلته یې د بې اجازتنامې یا لایسنسه د وسلو پر ساتلو بنديز هم لګولی دی.