د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان طالبانو پلاوي له پاکستانيو چارواکو سره د کډوالو او سوداګرۍ په اړه خبرې کړي


 د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير نور الدين عزيزي د پاکستان د بهرنيو چارو له نګران وزير جليل عباس جيلاني سره په اسلام اباد کې ملاقات وکړ.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير نور الدين عزيزي د پاکستان د بهرنيو چارو له نګران وزير جليل عباس جيلاني سره په اسلام اباد کې ملاقات وکړ.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير نور الدين عزيزي د پاکستان د بهرنيو چارو له نګران وزير جليل عباس جيلاني سره د سوداګرۍ او ترهګرۍ په ګډون د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د نومبر پر ۱۴مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې نورالدين عزيزي او ورسره مل پلاوي په اسلام اباد کې کې د پاکستان د بهرنيو چارو له نګران وزير سره ليده کاته وکړل.

سفارت زياته کړې: "په ليدنه کې پر دوه اړخيزه اړیکو، په ځانګړي ډول د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو بند پاتې اموالو، هېواد ته د افغان کډوالو د اموالو د انتقال او د اړونده موضوعاتو په اړه بحث وشو."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت بيا ويلي چې جليل عباس جيلاني په ليدنه کې له افغانستان سره "د د دوه اړخيزه ګټورو اړيکو عزم" څرګند کړ.

وزارت پر خپله اېکس پاڼه د جيلاني له خولې زياته کړې چې "د سیمه يیز تجارت او اتصال لپاره بشپړ ظرفیت د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډ اقدام سره کارول کېدی شي."

د نورالدين عزيزي په مشرۍ د افغان طالبانو پلاوي په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کړی چې د نومبر له لومړۍ نېټې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو په زوره د ستنېدو لړۍ روانه ده او تر دې دمه لسګونه زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د افغان کډوالو د ايستلو تر پرېکړې وروسته د پاکستاني چاوراکو او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا د يو بل پرضد د بيانونو لړۍ پيل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG