د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو شمېر شاوخوا ۳۵۰،۰۰۰ ته رسېدلی


له چمنه سپین بولدک ته اوښتې کورنۍ له خپلو لاریو سره انتظار باسي - د نومبر ۲۰مې انځور.
له چمنه سپین بولدک ته اوښتې کورنۍ له خپلو لاریو سره انتظار باسي - د نومبر ۲۰مې انځور.

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو خپل هېواد ته د ستنېدنې بهیر روان دی او د نومبر پر ۲۳مه لسګونه کورنۍ افغانستان ته اوښتې دي.

د پاکستان دولتي راډيو د حکومتي ارقامو پر اساس لیکلي چې د نومبر پر ۲۳مه ۳،۲۵۰ بې اسناد افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي چې ورسره د تورخم، چمن، انګور اډې او خرلڅیو په ګډون له بېلابېلو لارو هېواد ته د ستنو شویو افغانانو شمېر شاوخوا ۳۵۰،۰۰۰ ته رسېدلی دی.

د افغان کډوالو لپاره د پاکستان او افغانستان په بېلا بېلو برخو کې لنډمهالي کیمپونه جوړ شوي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د اکتوبر پر درېیمه اسنادو نه لرونکو بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ته د اکتوبر تر ۳۱مې وخت ورکړی وو چې له هېواده دې په خپله خوښه ووځي که نه وروسته به یې په زور باسي.

د هغې نېټې له ختمېدو سره سم، د پاکستان حکومت د نومبر پر لومړۍ نېټه د کډوالو جبري لېږد پیل کړ.

د پاکستان یوشمېر ګوندونو، فعالانو او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو ادارو له پاکستانه بیا بیا غوښتي دي چې د کډوالو د ستنولو پرېکړه دې بېرته واخلي خو پاکستاني مشران وایي د بې اسناده بهرنیانو ایستل یې د هېواد د امنیت لپاره مهم دي او دې کار ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG