د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې وسلوالو د پولیو ډلې ساتونکی پولیس وژلی دی


پولیس ساتونکی د پولیو څاڅکو ورکونکو پیره کوي ـ پخوانی انځور.
پولیس ساتونکی د پولیو څاڅکو ورکونکو پیره کوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پولیس چارواکي وايي د هغې ضلعې په ناله خوړ سيمه کې ناپېژندليو وسلوالو یو پولیس سرتېری وژلی دی.

د خیبر ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي مشال راډیو ته وویل، د ډېسېمبر پر لومړۍ هغه سرتېری د پوليو څاڅکو ورکولو ډلې ساتنه کوله چې بريد ورباندې وشو.

د خیبر پولیسو دعوه کړې چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو بريدګر هم وژل شوی دی.

تر پېښې وروسته، امنیتي ځواکونو او پولیسو سیمه په خپله ولکه کې اخیستې او د لټون عملیات یی پیل کړي دي.

تر اوسه د پیښې ذمه واری چا نه ده منلې او نه هم پوليسو د بريدګرو په اړه څه معلومات خپاره کړي دي.

د خيبر په ګډون په ټول پاکستان کې تر پينځو کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسینو ورکولو پینځه ورځنی کيمپېن د نومبر پر ۲۷مه پيل شوی دی.

د خیبر ضلعې انتظامي چارواکي وایي چې تر برید وروسته یې هم کيمپېن ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG