د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان وکیلانو پوځي عدالتونو کې پر ملکیانو د مقدمو چلولو پرضد کاربندیز کړی دی


په پاکستان کې وخت وخت وکیلان د خپلو غوښتنو لپاره له عدالتونو پرېکون او مظاهرې کوي ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې وخت وخت وکیلان د خپلو غوښتنو لپاره له عدالتونو پرېکون او مظاهرې کوي ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان وکیلانو په پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو چلولو په اړه د سپریم کورټ د پرېکړې پرضد له عدالتونو پرېکون (بایکاټ) کړی دی.

دوی وايي، د سپریم کورټ له خوا په پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو چلولو اجازه ورکول د بنیادي بشري حقونو او د پاکستان د اساسي قانون سرغړونه ده.

د بلوچستان های کورټ د وکیلانو ټولنې مشر افضل حریفال، د پاکستان د وکیلانو ټولنې د بلوچستان مشر منیر احمد کاکړ او نورو وکیلانو د ډېسېمبر پر ۱۵مه په کوټه کې د شریکې خبري غونډې پر مهال د بایکاټ اعلان کړی وو.

په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د ډېسېمبر پر ۱۸مه به وکیلان د ټول بلوچستان هېڅ عدالت ته د قضیو د اورېدنو لپاره نه وړاندې کېږي.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان د سپريم کورټ یوې جرګګۍ د ډېسېمبر پر ۱۳مه په پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو لغوه کولو په اړه خپله پخوانۍ پرېکړه وځنډوله او په پوځي عدالتونو کې یې پر ولسي وګړو د مقدمو د دوام اجازه ورکړه.

د قاضي سردار طارق مسعود په مشرۍ د قاضیانو امین الدین خان، محمد علي مظهر، حسن اظهر رضوي، مسرت هلالي او عرفان سعادت شپږ کسیزه جرګګۍ د یوې پخوانۍ جرګګۍ د پرېکړې پرضد د درخواستونو تر اورېدنې وروسته امر وکړ او و یې ویل چې پوځي عدالتونه کولای شي چې پر ملکیانو مقدمې وچلوي.

د شپږ کسیزه جرګګۍ پینځو غړو د پخوانۍ پرېکړې ځنډولو په حق او یو یې په مخالفت کې رایه ورکړې ده. له دې سره سم، جرګګۍ په پوځي عدالتونو کې د ملکیانو د محاکمې د لغوه کولو پخوانۍ فیصلې عملي کېدل تر بل امر پورې ځنډولي دي.

تر دې مخکې، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر ۲۳مه د سترې محکمې پینځه کسیزه جرګګۍ د درخواستونو تر اورېدنې وروسته ویلي ول چې په پوځي عدالتونو کې پر عادي وګړو مقدمې چلول غیر اییني کار دی.

د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.

د پاکستان پخواني وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بللې وه او ویلي یې ول چې هر کال به یې رسماً یادونه کوي.

پوځ د مې د نهمې او ۱۰مې تر پېښو شاوخوا یوه اوونۍ وروسته اعلان وکړ چې د پوځي او رسمي رازونو د افشا کولو له جنايي قوانینو سره سم د بلوه ګرو پرضد مقدمې چلوي.

پوځ وروسته ویلي ول چې پر هغو ۱۰۲ هغو کسانو په پوځي عدالتونو کې مقدمې روانې دي چې پوځي ځايونو ته یې زیان رسولی خو تر اوسه څوک سزا شوي نه دي.

په پوځي عدالتونو کې ګڼې مقدمې د تحریک انصاف د غړو پرضد دایرې شوې دي. هغه ګوند وايي چې غړو او پلویانو یې پر پوځي او دولتي ودانیو بریدونه نه دي کړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG