د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو چلولو اجازه ورکړې ده


د پاکستان د سپریم کورټ د ودانۍ یو پخوانی انځور.
د پاکستان د سپریم کورټ د ودانۍ یو پخوانی انځور.

د پاکستان د سپريم کورټ یوې جرګګۍ په پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو لغوه کولو په اړه خپله پخوانۍ پرېکړه ځنډولې ده.

د قاضي سردار طارق مسعود په مشرۍ د قاضیانو امین الدین خان، محمد علي مظهر، حسن اظهر رضوي، مسرت هلالي او عرفان سعادت شپږ کسیزه جرګګۍ د یوې پخوانۍ جرګګۍ د پرېکړې پرضد د درخواستونو تر اورېدنې وروسته د ډېسېمبر پر ۱۳مه په خپل امر کې په پوځي عدالتونو کې پر ملکیانو د مقدمو د دوام اجازه ورکړې ده.

د شپږ کسیزه جرګګۍ پینځو غړو د پخوانۍ پرېکړې ځنډولو په حق او یو یې په مخالفت کې رایه ورکړې ده. له دې سره سم، جرګګۍ په پوځي عدالتونو کې د ملکیانو د محاکمې د لغوه کولو پخوانۍ فیصلې عملي کېدل تر بل امر پورې ځنډولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر ۲۳مه د سترې محکمې پینځه کسیزه جرګګۍ د درخواستونو تر اورېدنې وروسته ویلي ول چې په پوځي عدالتونو کې پر عادي وګړو مقدمې چلول غیر اییني کار دی.

د سپريم کورټ د هغې جرګګۍ مشري قاضي اعجازالاحسن کوله او پکې قاضیان منيب اختر، یحیا اپرېدی، سيد مظاهر علي نقوي او عايشه ملک شامل ول.

د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.

د پاکستان پخواني وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بللې وه او ویلي یې ول چې هر کال به یې رسماً یادونه کوي.

پوځ د مې د نهمې او ۱۰مې تر پېښو شاوخوا یوه اوونۍ وروسته اعلان وکړ چې د پوځي او رسمي رازونو د افشا کولو له جنايي قوانینو سره سم د بلوه ګرو پرضد مقدمې چلوي.

پوځ وروسته ویلي ول چې پر هغو۱۰۲ هغو کسانو په پوځي عدالتونو کې مقدمې روانې دي چې پوځي ځايونو ته یې زیان رسولی خو تر اوسه څوک سزا شوي نه دي.

په پوځي عدالتونو کې ګڼې مقدمې د تحریک انصاف د غړو پرضد دایرې شوې دي. هغه ګوند وايي چې غړو او پلویانو یې پر پوځي او دولتي ودانیو بریدونه نه دي کړي.

د سپريم کورټ جرګګۍ د اکتوبر پر ۲۳مه ویلي ول چې د هغو پېښو پرضد دې پر ولسي وګړو په ملکي عدالتونو کې مقدمې وچلېږي.

حکومت د دې پرضد سپریم کورټ ته درخواست کړی وو او ورڅخه یې د خپلې پرېکړې د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG