د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران عدالت د غلا په تور ۵ کسانو ته د مرګ سزا ورکړې ده


په ایران کې تېره میاشت لږترلږه ۳۱ کسان اعدام شوي دي ـ انځور له ارشیفه.
په ایران کې تېره میاشت لږترلږه ۳۱ کسان اعدام شوي دي ـ انځور له ارشیفه.

په ایران کې عدالت د غلا په تور نیولو شویو پينځو کسانو ته د مرګ سزا ورکړې ده.

د ایران لپاره د ازادې اروپا فردا راډیو خبر ورکړی دي چې پر هغو کسانو د هېواد په غرب کې له کلیوالو سیمو څخه د څاروو د غلا کولو تور وو.

د خبر تر مخه سزا د ایران عدلیې د جنورۍ په لومړۍ نیټه اعلان کړې ده. د سزا شوو کسانو د پیژندګلوي په اړه نور مالومات نه دي ورکړل شوي.

د بشري حقونو فعالان وايي چې په تېره اوونۍ کې په ایران کې ۳۱ کسان اعدام شوي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې لږترلږه ۸۲۳ کسان په دار ځړول شوي دي.

XS
SM
MD
LG