د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل په دشت برچي کې چاودنې ۲ تنه وژلي دي


په دشت برچي کې تر برید وروسته د طالبانو د حکومت سرتېري ګزمه کوي - د ۲۰۲۳ز کال د سېپټېمبر ۳۰مې انځور.
په دشت برچي کې تر برید وروسته د طالبانو د حکومت سرتېري ګزمه کوي - د ۲۰۲۳ز کال د سېپټېمبر ۳۰مې انځور.

د کابل په شپږمه امنيتي حوزه کې د سپرليو پر يوه ګاډي په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۴ ژوبل دي.

د طالبانو د حکومت د کابل پوليسو وياند خالد ځدراڼ افغان اسلامي اژانس ته ویلي چې چاودنه د جنورۍ پر شپږمه د ښار په دشت برچې سیمه کې شوې ده.

نوموړي د چاودنې د نوعيت په اړه معلومات نه دي ورکړي خو زياته کړې يې ده چې زخميان روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې پلټنې يې پيل کړي دي.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې په دشت برچي کې د چاودنې ذمه واري منلې ده او یوشمېر رسنۍ وايي چې هغې ډلې پر ټېلېګرام په بیان کې دعوه کړې ده چې ۲۰ کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت (یوناما) د جنورۍ پر اوومه پر اېکس پاڼې په بیان کې ویلي دي چې په چاودنه کې "لږترلږه ۲۵ هزاره ګانو ته مرګژوبله اوښتې" ده خو دا یې نه دي لیکلي چې څومره کسان وژل شوي او څومره ژوبل دي.

یوناما البته په بیان کې پر ولسي وګړو د "هدفي حملو" د درېدو، د هزاره ګانو د امنیت ښه کولو او په بریدونو کې له ککړو کسانو سره د حساب غوښتنې کړې دي.

د کابل دشت برچي سيمه، چې ډېری اوسېدونکي يې شيعه ګان دي، په تېرو کلونو کې هم پکې بریدونه شوي دي. هلته د يوشمېر حملو ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې منلې ده.

داعش په کابل کې د تازه چاودنې مسوولیت پر داسې مهال منلی دی چې د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د ډېسېمبر پر ۳۱مه په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د هغې ډلې حملې ۹۰ سلنه کمې شوې دي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د داعش په وروستیو بریدونو کې پاکستاني او تاجکستاني وګړي ښکېل ول. مجاهد دعوه کړې وه چې د طالبانو ځواکونو د داعش پر ضد د جګړو په مهال په لسګونو تاجکستاني او له ۲۰ زيات پاکستاني وګړي وژلي او په سلګونو یې ژوندي نيولي دي.

د پاکستان او تاجکستان حکومتونو د مجاهد څرګندونو ته غبرګون نه ښوولی. خو په اسلام اباد کې د نګران حکومت چارواکو تر دې مخکې ويلي ول چې د طالبانو حکومت د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د هغو وسلوالو پر وړاندې څه نه دي کړي چې په پاکستان کې بريدونه کوي.

اسلام اباد په ځينو حملو کې د افغان وګړو د ښکېلتیا ادعا هم کړې وه چې د طالبانو حکومت او ټي ټي پي یې ردوي.

خو د طالبانو د حکومت د نورو چارواکو په څېر ملا یعقوب مجاهد هم دا تور رد کړ او ټينګار یې وکړ چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG