د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان ۲ قبیلو له انتخاباتو د پرېکون دړکه ورکړې ده


په جنوبي وزیرستان کې خلک اوس هم ګڼې پرېکړې د جرګې له لارې کوي ـ پخوانی انځور.
په جنوبي وزیرستان کې خلک اوس هم ګڼې پرېکړې د جرګې له لارې کوي ـ پخوانی انځور.

د بر جنوبي وزيرستان دوو قبيلو ويلي دي که حکومت ورته د ړنګو کورونو معاوضه ور نه کړي نو د احتجاج په توګه د راتلونکو انتخاباتو له پروسې بايکاټ کوي.

د بدر سيمې د نانو خيل او اېمل خيل قبيلو مشرانو د جنورۍ پر ۱۲مه د يوې جرګې له لارې له حکومته غوښتي چې هغو خلکو ته دې زرترزره معاوضه ورکړي چې د ۲۰۰۹ز کال کې يې د وسلوالو پرضد د راه نجات پوځي عملياتو پرمهال کورونه ړنګ شوي ول.

د جرګې يو مشر ملک عصمت الله مشال راډيو ته وويل چې د زرګونه کسانو په دغه جرګه کې پرېکړه شوې چې که چا کوم سياسي کانديد سيمې ته راوست نو پر هغو به لکونه روپۍ جرمانه لګول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات وشي. په انتخاباتو کې د برخې اخیستو لپاره ګوندونو او ازاد احتمالي کاندیدانو کمپینونه پيل کړي دي.

بلخوا د بر سویلي وزیرستان اېډیشنل ډپټي کمېشنر نیک محمد مشال راډیو ته وویل چې له انتخاباتي عمل بایکاټ د مسلې حل نه دی او د ده په خبره له صوبايي حکومت سره خبرې روانې دي او چې کله هم دوی ته پيسې ورکړي نو سمدستي به یې د ړنګو کورونو مالکانو ته ورسوي.

په راه نجات پوځي عملياتو کې يو لک نهه زره کورونه ړنګ شوي ول چې په کې ۴۸،۰۰۰ کورنيو ته معاوضه ورکړل شوې او نورې کورنۍ تر اوسه له مرستو بې برخې پاتې دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG